Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بې‌وزلۍ له زیاتوالي سره هم‌مهاله د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتوالی

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د کار سازمان رییس په هېواد کې د کارګرو ماشومانو د شمېر د لوړېدو خبره کوي.

د ماشومانو له کار سره د مبارزې نړۍواله ورځ، «پر ماشومانو باید نور کار و نه شي» شعار سره ولمانځل شوه.

د کار نړۍوال سازمان په کابل کې د دغې ورځې په لمانځغونډه کې وايي د څو لسیزو جګړې او بې وزلي، هغه لاملونه دي چې ماشومان یې درنو کارونو ته اړ کړي دي.

د کار نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې رییس رامین بهزاد په دې هکله وویل:«په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې څه باندې یو مېلیون او ۶۰ زره ماشومان په افغاسنتان کې په کار بوخت وو. منظورمې هغه ماشومان دي چې پنځه تر اولسو کلونو عمر لري.»

اخوا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې د ورځې لمانځغونډه کې وايي، دم‌ګړۍ له یو مېلیون زیات ماشومان په افغانستان کې سخت او درانه کارونه کوي او همدا شمېر نور یې بیا، د سړک پر غاړه کار کوي.

دغه وزارت همدا راز له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې له اسلامي امارت سره د ماشومانو د کار پر وړاندې مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تفتیش ریيس رحیم الله طلوع‌نیوز ته وايي:«په افغانستان کې ۱۹ اعشاریه پنځه مېلیونه ماشومان شتون لري چې له دې منځه ۱۱ اعشاریه څلور مېلیونه یې په ښوونځي کې شامل دي او د تحمیلي جګړو او اقتصادي بې‌وزلۍ له امله ۷ اعشاریه ۸ مېلیونه ماشومان په ښوونځي کې شامل شوي نه دي چې له دې منځه یو اعشاریه دوه مېلیونو یې په درنو کارونو او یو اعشاریه ۹ مېلیونو یې د سړک غاړې او پر عادي کارونو بوخت دي.»

د کارګرانو د ملي ادارې مسوول بیا وايي، په کانونو کې پر کار د بوختو ماشومانو وضعیت ډير خراب دی او د کار د قانون خلاف، په ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ ساعته کار کوي.

د کاګرانو د ملي ادارې مسوول شرف حمیدي وايي:«هغوی باید په اوونۍ کې له ۳۵ ساعتونو دېر کار ونه کړي؛ خو حقیقت دا دی چې زموږ ماشومان په کانونو کې په یوه شپه او ورځ کې له ۱۵ ساعتونو ډېر کار کوي.»

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف هم په یوه ټویټ کې وايي، افغانستان کې له هرو پنځو یو ماشوم درانه کارونه کوي. یونېسف، په هېواد کې سیاسي بدلون او بشري وضعیت پر ماشومانو د کار د زیاتېدو لامل ګڼي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې مسوول سیف الله امرخېل وویل:«هېواد کې د وروستي سیاسي بدلون او بشري وضعیت له امله، د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او ګڼ شمېر ماشومان په درنو او سختو کارونو بوخت دي چې دا یو ستر ناورین دی.»

د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګروملتونو سرمنشي، په یوه ټویټ کې وايي، دم‌ګړۍ په ټوله نړۍ کې له ۱۶۰ مېلیونو زیات ماشومان درانه کارونه کوي.

د ملګروملتونو د راپورونو پر بنسټ، د نړۍ په کچه له هرو لسو ماشومانو یو یې پر کار بوخت دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دم‌ګړۍ له یو مېلیون زیات ماشومان په افغانستان کې سخت او درانه کارونه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه