Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو سازمان: له اتلس کلنۍ کم عمره کسان باید ماشومان وپېژندل شي

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر ( په افغانستان کې د ماشومانو او وسله‌والو شخړو) تر سرلیک لاندې یوه راپور کې په هېواد کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او په نړۍواله کچه یې د هغوی د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې په افغانستان کې د جګړو له کموالي سره سره ماشومان لا هم په خورا زیانمنونکي وضعیت کې دي.

په راپور کې له اسلامي امارته غوښتل شوي چې، له اتلس کلو کم عمره کس د ماشوم په توګه په رسمیت وپېژني.

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي:«زه له طالبانو غواړم چې، له ماشومانو د ساتنې لپاره په ښکاره اقدامات وکړي او له اتلس کلو کم عمره کس د ماشوم په توګه په رسمیت وپېژني.»

په دې راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال له پېله د ۲۰۲۲ کال تر پایه په ټولیزه توګه له څو میاشتني تر ۱۷ کلنۍ پورې د ۳ زره او ۵۴۵ ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتیو ۴ زره او ۵۱۹ پېښې شوي او د دغه راپور پر بنسټ د ډېریو دغو پېښو مسوول د اسلامي امارت اړوند ځواکونه په ګوته شوي دي.

راپور همداراز کاږي، په دې وروستیو کلونو او په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغانانو له ویستنې او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته په افغانستان کې ماشومان ډېر زیانمن شوي دي.

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي ځانګړې استازې ویرجینیا ګامبا څرګندوي:«مېلیونونه نجونې ښوونځيو ته له تګه منع شوې دي. دغې چارې او همداراز ټولنیزو او سنتي دودونو ډېری نجونې د ناموسي وژنو، له وخت مخکې ودونو، کورنیو او جنسي زور زیاتیو په ګډون له بېلابېلو تاوتریخوالو او له سپکاوي ډک چلند سره مخ کړې دي.»

د پوهنتون استاد متین نصیر په دې هکله وايي:«هغه ماشومان چې بې‌وزله دي طبعاً یا میندې یې کار کوي یا خویندې یې کار کوي یا وروڼه یې کار کوي. اوس د همدغو شمېر زیات شوی، ځکه ډېری ښځې کورناستې شوې دي.»

ورته مهال ۱۶ کلن محبوب الله د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه له څه مودې راهیسې د کابل په یوه ورکشاپ کې په کار بوخت دی.

هغه چې په یوې شپږ کسیزې کورنۍ کې ژوند کوي د خپلې کورنۍ بد اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی او له اسلامي امارته غواړي؛ چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

محبوب‌الله وايي:«موږ باید درس ووایو، یوځای ته ورسېږو څو په راتلوونکي کې یوه څه شم. ډېری ماشومان دي چې بوټونه رنګوي او زموږ په څېر په یوه ځای کې کار کوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا له ماشومانو پر ملاتړ له ټینګار سربېره وايي، د اسلامي امارت په صفوفو کې کم عمره کسان نشته.

ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله زیاتوي:«موږ مخکې هم اصول لرله، هغه کسان چې کم عمره دي په لیکو کې د فعالیت اجازه نه‌لري او له دې وروسته چې د افغانستان اسلاميا مارت واکمن شو ټولې امنیتي ارګانونه چې موږ غواړو په پروفېشنل او ښه بڼه روزنه ورکړو، ځای پرځای کړو، په ځای کې یې اصلاً ماشومان ځای نه‌لري.»

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او همداراز پوهنتونونه پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه