Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بېنېټ: په ۲۱ میاشتو کې د افغان ښځو او نجونو په اړه ۵۰ فرمانونه صادر شوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپل یوه تازه راپور کې پر هغه څه چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې پراخ تبعیض ګڼي، نیوکې کړې دي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په‌دې راپور کې لیکلي، له ۲۱ میاشتو راهیسې اسلامي امارت د افغان نجونو او ښځو په تړاو څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي.

د زده‌کړو مساله، ځانوژنې، ژورخپګان، اجباري ودونه، د ماشومانو پلورل او نور مسایل د دې راپور نورې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د راپور ورکوونکي د راپور په یوې برخه کې راغلي: «دغه حکمونه په ټولنه کې د مشارکت، بنسټيزو خدمتونو ته د لاسرسي او د عوایدو د تر لاسه کولو په برخو کې د ښځو او نجونو وړتیاوې د پام‌وړ محدودوي.»

په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت له زندانونو یو شمېر اعتراض کوونکې نجونې په‌دې شرط خوشې شوي چې بیا به د اعتراضونو لپاره واټونو ته نه راوځي.

د ښاغلي بېنېټ په وینا، په‌دې فرمانونو سره افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو، کار او همداراز په ټولنیز او سیاسي چارو کې له ګډونه محرومې شوې دي.

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي وايي: «د ټولنې د ستونزو د حل او سولې، پرمختګ او ثبات ته د رسېدو لپاره باید د ښځو حقونو هر څه ژر درناوی وشي.»

د ښځو حقونو فعاله علم تاب رسولي وايي: «موږ ښځینه ډاکټرانو، انجینرانو او حقوق پوهانو ته اړتیا لرو او په‌دې ټولنه کې هر وګړي ته اړتیا ده.»

د اسلامي امارت ویاند د دې راپور په غبرګون کې د هغه منځ‌پانګه بې‌بنسټه او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو لرې ګڼي.

ذبیح الله مجاهد وایي، ښځې په اسلامي امارت کې له ښه حیثیته برخمنې دي او هڅه کېږي چې په هغو برخو کې چې ورته اړتیا ده، پر کار وګومارل شي.

ښاغلی مجاهد وايي: «دغه راپور سم نه‌دی، ځکه واقعیتونو ته په‌کې کتنه نه‌ده شوې، یوازې یې پروپاګند ته هڅه کړې ده، ځینې موارد یې د افغانستان چاپېریال، کلتوري، دیني او اسلامي ارزښتونو له کتنې پرته یاد کړي  دي، دوی فکر کړی چې افغانستان هم د لوېديځو هېوادونو په څېر دی، د ښځو د حقونو په یې اړه یې داسې ویلي چې څه ډول یې په لوېدیځ کې غواړي، خو په افغانستان کې داسې نه‌ده.»

په‌دې راپور کې په بېلابېلو برخو کې له ۷۷ تنو سره چې ۶۷ یې ښځې او ۱۲ یې نارینه دي، خبرې شوې دي.

دغه راز په دغه راپور کې د ۲۱۱۲ هغو ښځو له نظرونو ګټه اخېستل شوې چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې په  یوې شوې سروې کې پوښتل شوې دي. ټاکل شوې ده، ریچارډ بېنېټ دغه راپور د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه