Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان؛ د نړۍوال سوداګریز مرکز له نړېدو ۲۲ کاله وروسته

۲۲ کاله مخکې په همدې ورځ القاعده په امریکا کې د نړۍوال سوداګریز مرکز پر ودانیو بریدونه وکړل چې له امله یې تر ۳ زرو زیات کسان ووژل شول.

د سپټمبر ۱۱مه د دې لامل شوه چې امریکا او متحدین یې افغانستان ته راشي.

هغه مهال باورونه دا و چې په هغې ورځ د القاعدې ۱۹ غړو د امریکایي وګړو پر وړاندې مسافر وړونکې الوتکې د وسلو په توګه کارولې دي. جورج بوش واشنګټن ته له ستنېدو وروسته، په یوې وینا کې وویل چې ده ته برید ګر او هغه کسان چې هغوی ته یې پناه ورکړې، یو ډول دي.

له دغې وینا څلور اوونۍ وروسته، د امریکا او ناټو پوځ د القاعدې د له منځه وړلو په شعار سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان باندې برید وکړ او دغه برید د امریکا د تاریخ  په تر ټولو اوږدې جګړې بدل شو.
 
امریکا له بي ۵۲ الوتکو سره د شمال جبهې له همغږۍ سره خپل بریدونه پېل کړل.

د اسلامي امارت د ویند مرستیال بلال کریمي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په دې موضوع کې افغانانو ونډه نه‌لرله او دغه مورد په افغانستان پورې اړه نه‌لرله. دغه پېښه له افغانستانه په زرګونه کیلومټره لېرې رامنځته شوه چې په دې هکله هېڅ اسناد موجودو شتون نه درلود.»

په افغانستان کې د طالبانو واکمني له پنځو کلونو وروسته پای ته ورسېده. هغه مهال د بن په غونډه کې حامد کرزی د افغانستان د لنډمهالي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور پر مهال په هېواد کې څلور پړاوه ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره شوې.

د سیاسي چارو شنوونکی زلمی افغان‌یار وايي:«د سپټمبر ۱۱ برید سره امریکایانو پلمه وکړه چې په هغې کې افغانان ګډون لري او د هغه پر بنسټ افغانستان ته راغلل. د طالبانو پخوانی حکومت چې اوسنی امارت دی، له منځه یوړ او موخه یې دا وه چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.»

په دې لړ کې په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې اسامه بن لادن چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو طراح هم بلل کېده، په پاکستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په برید کې ووژل شو.
                           
امریکا په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته بالاخره د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ میاشتې په ۳۱ مه دغه اوږده جګړه پای ته ورسوله. خو په افغانستان کې د امریکا د حضور پایله څه وه؟

د سیاسي چارو شنوونکی سمیع‌الله احمدزی څرګندوي:«هغوی نه افغانستان اباد کړ او نه یې پیاوړی نظام جوړ کړ او نه یې ملت جوړونه وکړه. هغوی چې هڅه غوښتل یو یې هم ترسره نه‌کړل. که دغه سړکونه او دغه ودانۍ وینئ، په دې پوه شئ هغه له سترو قربانیو سره جوړې شوې دي.»

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور د دغه هېواد لپاره هم له زیانه ډک و، په دې جګړه کې نږدې ۲۴۶۰ امريکايي سرتېري ووژل شول او څه باندې ۲۱ زره نور ټپيان شول. دغه جګړه امریکا ته له مالي پلوه هم په څه کم یو ټرلیون ډالرو تمامه شوه.

د امریکا او ناټو پوځ د القاعدې د له منځه وړلو په شعار سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان باندې برید وکړ او دغه برید د امریکا د تاریخ  په تر ټولو اوږدې جګړې بدل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه