Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واشنګټن پر مشرۍ د نړۍوال ایتلاف د برید ۲۲مه کلیزه

دوه ویشت کاله مخکې د واشنګټن په مشرۍ نړۍوال ایتلاف د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر اومه پر افغانستان برید وکړ.

د امریکا متحده ایالات د دغه برید موخه د سپتمبر بریدونو له پلانوونکو سره مبارزه او د هغوی له منځه وړل بللې وه.

پر افغانستان د امریکا له بریده نږدې یوه میاشت وړاندې د ۲۰۰۱  کال د سپټمبر پر یوولسمه، القاعدې شبکې څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې د نړۍوالې سوداګرۍ د مرکز او د امریکا د دفاع وزارت له ودانۍ سره یې وجنګولې چې په دغه برید کې درې زره تنه ووژل شول او افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د راتګ لامل شو.

له نننه دوه ویشت کاله وړاندې له دغه بریده وروسته، امریکا د ناټو له غړو هېوادونو سره خپل سرتېري له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په نامه افغانستان ته راولېږل.

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الله جامع په دې هکله وايي:«پر افغانستان د امریکا یرغل له ټولو نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې و، دوی پر افغان ملت یوه ناروا جګړه ترسره کړه چې یوه بې پایلې اوږده جګړه وه.»

د سیاسي چارو شنوونکی جاوېد مومند هم څرګندوي:«ستره موخه یې دا وه چې وکړای شي په سیمه کې، خپل سیمه‌ییز نړۍوالو سیالانو مخه ونیسي، په ځانګړې توګه د روسیې او چین او وتوانېد چې تر ډېره بریده بریالی هم شي.»

خو اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې د یوې تورې ورځې په توګه یادوي او وایي چې امریکا د خپل ۲۰ کلن حضور پر مهال له هېوادوالو سره ډېر ظلمونه کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد  په دې هکله وايي:«امریکا له دې پرته چې کوم منقطي او موجه دلیل ولري او له دې پرته چې د افغانستان د خلکو او حکومت خبرو ته غوږ شي پر افغانستان یرغل وکړ او هغه یرغل له بده‌مرغه شل کاله دوام وکړ.»

د سیاسي چارو ځیني شنوونکي وایي په افغانستان کې د امریکا حضور هغه تېروتنه وه، چې پخواني شوروي اتحاد هم کړې وه او امریکا او روسیې د خپلو سیاسي ګټو لپاره په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال افغانانو ته ډېر زیان واړاوه. 

خو په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې اصلي لامل څه و.

د سیاسي چارو شنوونکي سید مقدم امین وویل:«ناټو او روسیې دواړو یوه تېروتنه وکړه، دا تېروتنه نه بلکې د افغانستان د خلکو په حق کې جفا وه چې د ۴۵ کلونو په اوږدو کې د یوې منفي سیالۍ له امله پر دغې کړنې لاس پورې کړ.» 

بالاخره بهرني ځواکونو په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په یو ۳۱مه له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري په وتلو سره خپل حضور پای ته ورساوه.

 دغه جګړه امریکا ته په دوه ټرلیون ډالره پرېتوته او په دې جګړه کې۲۴۶۰ امریکایي پوځیان ووژل شول او تر یووېشت زرو ډېر نور ټپیان شول. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه