Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جنیوا ته د سرې میاشتې ټولنې د سرپرست سفر

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مطیع‌الحق خالص د ملي ټولنو د نړۍوال غورځنګ د رهبرۍ په اړه په تصمیم نیوونکو ناستو کې د ګډون لپاره جنیوا ته سفر کړی.

د دې ټولنې ویاند وايي چې ښاغلی خالص به د خپل سفر په لړ کې د مرستندویه بنسټونو له یو شمېر مسوولانو سره هم وګوري او افغانستان ته به د بشري مرستو د جلبولو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی وايي:«د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس به د دې ترڅنګه د ای سي ار سي له مشرې سره هم ناسته وکړي او په افغانستان کې د بشري مسایلو او تر ډېره په روغتیايي برخه کې ورسره خبرې وکړي. په دې لیدنو کې به افغانستان ته د مرستو د جلب پر موضوع هم خبرې اترې وشي.»

د عرفان الله شرفزوی په خبره، د افغاني سرې میاستې ټولنې سرپرست به د دغه سفر په ترڅ کې په جنیوا کې له مېشتو افغانانو سره هم لیدنې وکړي، څو په افغانستان کې يې بشري وضعیت ته پام راوړي.

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي وايي، په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچې ټېټېدو لپاره باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په پلي کېدو کې همکاري وکړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا څرګندوي:«کله چې په هېواد کې اوبه مدیریت شي، په کرنې برخه کې پانګونه وشي او د نورو بنسټیزو پروژو د تطبیق برخه کې همکاري وشي، نو په هېواد کې به له دې سره فقر او بېکاري کمه شي.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکی نازکمیر زیارمل هم وايي:«که‌چېرې د افغانستان اسلامي امارت د ښځو پر وړاندې په خپل دریځ کې بدلون راولي، نو له دې نه ډېرې مرستې به د افغانستان لپاره راجلب شي او نور مرستندویه هېوادونه به هم د افغانستان د بشري وضعیت له منځه وړلو کې ځان ښکېل وګڼي.»

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۶،۸ مېلیونه خلک د لوږې په بېړنۍ حالت کې دي او د بودیجې د کموالي له امله سږ کال د خوړو نړیوال پروګرام مرستې له ۱۳ مېلیونو کسانو څخه دوه مېلیون ته راکمې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه