د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې دغه بنسټ په دولتي بنسټونو کې د ګمارنې په ازاده سیالیو کې د ګډون لپاره د ۲۲۵ زره تنو زمینه برابره کړې ده.
د دغه کمېسیون رییس وايي چې دغه کسان به د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۱۸ زره دولتي بستونو کې به وګمارل شي.
نادر نادري وايي چې ډېر ژر به په ۵۶ دولتي بنسټونو کې د څه باندې ۶ زره او ۶۰۰ نور خالي بستونه هم ازادۍ سیالۍ ته وړاندې کړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي له ټول هېواده ۲۸۰ زره کسانو په نهه زره پنځم او شپږم بستونو کې او همداراز د ښوونکو د ۸۷۰۰ بستونو لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي وو چې له دې ډلې به ۲۲۵ زره تنه په ازموینه کې شامل شي.
نادري زیاته کړه:«دا نوملړ اوس د اداري اصلاحاتو کمېسیون په وېب پاڼه کې خپور شوی او د هغه کاپي یې نورو ولایتونو دفترونو ته ورسېږي او حتا ولسوالیو ته هم دغه نوملړ رسوو.»
ښاغلی نادري وايي د سلواغې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د ګمارلو لپاره د دغه بنسټ ازموینې پيل شي او د دې میاشتې تر وروستیو به پای ته ورسېږي.
هغه کسان چې غوښتنلیکونه یې ورکړي کولای شي د دغه بهیر په اړه په کابل او ولایتونو کې خپل شکایتونه ثبت کړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکوي خدمتونو د خپلواک کمېسیون غړې مقدسه یورش وايي:«هغه سوالونه چې د پنځم او شپږمو بستونو لپاره دي اهل خبره او ښوونکي دي او سوالونه به جوړ کړي.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د څېړنو له مخې له پنځو کلونو راهیسې په ۵۶ دولتي ادارو کې ۶۶۸۲ درېیم او څلورم بستونه تش دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري څرګندوي:«په نوې اوونۍ کې باید د وزارتونو پلانونه موږ ته راورسېږي ترڅو ګمارنې یې پیل کړو.»
له دې مخکې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ۷۰۰ تنه د دولتي بنسټونو په تدارکاتي ادارو کې په دندو ګمارلي دي.