د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسلګري وایي چې په وروستي یو کال کې د پاکستان له بندخونو څه باندې ۳ زره کډوال خوشې او هېواد ته را اړول شوي دي.
په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري وایي دمګړۍ د سند ایالت په بندخونو کې څه باندې ۳۰۰ نور کډوال هم بندیان دي.
ښاغلی تخاری زیاتوي چې د تېرو دوو ورځو په لړ کې نږدې ۱۰۰ تنه افغان کډوال د سند ایالت له زندانونو خوشې شوي چې څه باندې ۳۰ تنه یې قانوني کډوال دي.
عبدالجبار تخاري وايي:«د یوه کال په لړ کې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې د سند ایالت له بېلابېلو بندخونو دوه زره او ۹۹۷ تنه بندیان ازاد کړل شوي او د چمن له لارې هېواد ته استول شوي او اوس د هغو خوشې کړل شویو شمېر چې قانوني سندونه یې نهلرل درې زره او ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.»
له دې سره سم، هغه افغان کډوال چې په زندانونو کې دي، له خپل بد وضعیته شکایت کوي.
پاکستان کې افغان کډوال محمد حضرت وویل:«۳۰ زره روپۍ یې هم واخیستې او کارټ یې هم واخیست او تراوسه یې کار نه دی جوړ شوی، زه په پاکستان کې پیدا او لوی شوی یم او تراوسه افغانستان ته تللی هم نهیم.»
پاکستان کې بل افغان کډوال محمد امیر هم څرګندوي:«داسې افغانان هم شته لسګونه میاشتې کېږي چې همدلته دي او څوک نهلري چې له هغوی ملاتړ وکړي هغوی چې پېژندګلوي لري ژر ازادېږي.»
اخوا، په نیمروز کې هم چارواکي وايي ۱۹۳ افغان کډوال تازه د ایران له بندخونو خوشې شوي دي.
د نیمروز د بهرنیو اړیکو رییس یار محمد حقیار هم وايي:«۱۹۳ تنه افغانان چې له اسنادو پرته ایران ته تللي وو او بندیان وو، دوی د ایران له لوري موږ ته سپارل شوي دي.»
اسلامي امارت بیا وايي، هڅه کوي چې ټول افغان کډوال چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په بندخونو کې بندیان دي، ازاد او افغانستان ته را واستوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کوي ټول وګړي چې په هر هېواد کې وي هغوی باید په سالمه توګه خپل هېواد ته راستانه شي او کهچېرې څوک بندي شوی وي هغوی باید خوشې کړل شي.»
اخوا له تېر یوه کال راهیسې، له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستنې لړۍ په بې سارې توګه چټکه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه