ترکیه کې مېشت افغان کډوال وایي په دغه هېواد کې یې وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.
دغو کډوالو له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې په ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي.
د کډوالو د حقونو په چارو کې فعالې اصفه ستانکزۍ په دې اړه و ویل: «دا ډېره مهمه د چې کوربه هېوادونه د افغان کډوالو بنسټیزې ستونزې حل کړي تر څو د راتلونکو احتمالي، اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او کلتوري ناورینونو څخه مخنیوی وکړي.»
اخوا، د کډوالو د حقونو په چارو کې فعالان وايي، اسلامي امارت باید د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پر اوږد مهالې پالیسۍ کار وکړي او هغوی دې په منظم ډول بېرته هېواد ته را واستوي.
ترکیه کې افغان کډوال نور احمد یورتدایش و ویل: « له بده مرغه په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي، څوک چې په قاچاق ډول ژوند کوي نه سم ژوند کولی شي او نه کار. د دې لپاره چې و نه نېول شي کډوال شپه او ورځ کار کوي.»
ترکیه کې بل افغان کډوال یوسف عصمتي داسې و ویل: «ترکیه کې مېشت افغانان مناسب کاروبار نه لري، ددې سربېره هم د ترکیې حکومت یې پر وړاندې سختې تګلارې وضع کړي دي.»
ترکي رسنیو بیا د تېرې ۵شنبې پر ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې هغوی افغان کډوالو ته د ویزې د ورکړې او د اوسېدو یا اقامت د اجازې په تړاو ژمنه نه ده کړې.
هاکان فیدان زیاته کړې چې د ترکیې سفیر د اسلامي امارت له چارواکو سره په څو کتنو کې یوازې د افغان کډالو د ستنېدو د فرصتونو او ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.
د کډوالو د حقونو چارو فعال، محمد خان طالبي محمدزي و ویل: « د افغانستان اوسنۍ حکومت باید د کډوالو د ستنولو لپاره یوه مناسبه تګلاره جوړه کړي ترڅو په اوږدمهال کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره ګټوره و اوسي په ځانګړې توګه د هغو د بېرته ګرځولو او هېواد کې د ځای پر ځای کولو برخو کې.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم اسلامي امارت له لرې او نږدې هېوادونو غوښتي و چې له افغان کډوالو د سیاسي فشار په توګه کار وانخلي او له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ چلند وکړي.
په دې اړه مو اندونه