په کابل کې د یو خیریه بنسټ له لوري د ۵۰ جوړو د ډلهییز واده مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال د ناوړه دودونو په لهمنځه وړلو ټينګار وکړ.
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال، سید احمد شهید خېل وویل:«ستاسو پام را اړوم چې اسلامي فرهنګ او ثقافت د خپل ژوند په ټولو اړخونو کې مراعت کړئ.»
د دغو ۵۰ جوړو د ودونو مراسم چې په کابل کې د یوه خیریه بنسټ له لوري جوړ شوي، وايي د ناوړه دودونو او د اقتصادي ستونزو له امله یې د ودونو د لګښت پرې کولو وس نهدرلود.
یاد ځوانان د دغه راز مراسمو پر زیاتوالي ټنیګار کوي.
زوم سید نعمت الله وايي:« داسې کورنۍ شته چې اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی او د دودونو له امله اړ دي چې په هوټل کې ودونه وکړي، دوی باید ډلهییز ودونه عام کړي.»
یو بل زوم، سمیع الله هم وویل: « خسرانو ته مې وینا دا ده چې ډله ییز ودونه ومني، په دغو مراسمو کې چې ورڅخه غوښتنه کېږی باید ګډون وکړي او غرور باید ونهکړي.»
بل خوا، د دغو مراسمو سمبالوونکی له لوڼو او زامنو غواړي چې خپلې کورنۍ اړې نهکړي چې په ودونو کې یې زیات لګښت وکړي.
د مراسمو سمبالوونکی سید احمد سېلاب په دې اړه وایي:«هر کال په زرګونه ځوانان د ډېرو مصارفو، بې ځایه دودونو، ضدونو، د کوژدنې، خسر او خواښې د فرمایشونو له امله بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي.»
په ودونو کې د ډېری ناوړه دودونو او سیالیو په پام کې نیولو ګڼ شمېر ځوانان د خپلو ودونو د لګښت پرې کولو لپاره د هېواد پرېښودو ته اړ کړي.
په دې اړه مو اندونه