د هلمند او بدخشان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې ویلي یې وو مهر د ښځې شرعي حق دی او لوړ ولور اخیستل حرام دی.
هلمند او بدخشان د هېواد په سویل لودیځ او شمال کې دوه هغه ولایتونه دي چې لوړ ولور پهکې اخیستل له کلونو دود دي.
د هلمند اوسېدونکی محمد ولي محمدي وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دغه موضوع جدي تعقیب کړي او د لوړ ولور اخیستلو مخنیوی وکړي.»
د بدخشان یو اوسېدونکی محمد عمر زیاتوي: «د لارو ستونزه ده چې د بېلګې په ډول ځوانان په لارو کې وژل کېدل او یا په سیند کې ډوبېدل. دا یو ډېر ښه ګام دی، موږ له دې ګامه چې امارت اخیستی، هرکلی کوو.»
د دغو ولایتونو یو شمېر دیني عالمان هم د دغه ګام ستاینه کوي او له حکومتي مسوولینو غواړي، چې ددې پریکړي د عملي کیدو لپاره دې جدي هلې ځلې وکړي.
دیني عالم مولوي عبدالحمید وايي: «د شریعت له نګاه څخه ولور اخیستل، د ښځې له اجازې پرته اخیستل، دا غصب بلل کېږي او د غصب په اندازې ګناه لري.»
دیني عالم شمس الدین ادب زیاتوي: «د ولور اخیستل چې زموږ په ټولنه کې دود شوی چې دا او هغه اخیستل کېږي، دا کوم شرعي ریښه نهلري.»
بل خوا بیا د هلمند سیمهییز مسوولان وايي، هڅي یې پیل کړې، څو دا پرېکړه عملي او که کوم چا ور څخه سرغړونه وکړه دوي به یې عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپیژني.
د هلمند والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وايي: «اسلامي امارت به د اړوندو ادارو له لارې هغه وکړي چې دیني علما همدارنګه مخور، سپینږیري او مشران دې ته متوجه کړي چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.»
د ویلو ده چې هلمند او بدخشان ولایتونو کې زیات شمېر ځوانان شته چې د لوړ ولور له امله یې کورنۍ کوژدې کولو ته زړه نهشي ښه کولای.
په دې اړه مو اندونه