Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرکزي بانک: د افغانیو له ارزښته مو ساتنه کړې

د افغانستان مرکزي بانک وايي چې، د تېر کال پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د افغانیو ارزښت ۲۶ اعشاریه ۴ سلنه زیات شوی دی.

د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري ټینګار کړی چې دغه بانک د غوره پولي سیاستونو په پلي کولو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره هڅې کوي.

حسیب الله نوري ویلي چې، د معقولو پولي پالیسیو پلي کول، د افغانیو دودول، بهر ته د اسعارو د قاچاق مخنیوی، بهر ته د نغدي پیسو پر لېږد محدودیت، په دولتي کچه له غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، د صادراتو زیاتېدل، روڼتیا او په هېواد کې د یو شمېر ملي او نړۍوالو پروژو پیلېدل هغه لاملونه دي چې د افغانیو ارزښت یې لوړ ساتلی دی.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري زیاته کړه:« په تېر یو کال کې د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره وکړای شو چې د افغانیو له ارزښته په ښه توګه ساتنه وکړي. اوس مهال افغانۍ په سیمه کې یو له غوره اسعارو څخه ده او زموږ هڅه همدا ده چې په دغه برخه کې ډېر پرمختګ ولرو. افغانۍ د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۳ کال کې ۲۶ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی لرلی چې د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنه بیا وايي، په بازارونو کې د نغدي پیسو کموالي هم د افغانیو ارزښت زیات کړی دی.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې رییس، ابراهیم خان ځدراڼ طلوع نیوز ته وویل:« اوس مهال ډالر زیات دي او افغانۍ کمې دي، په هر څه کې عرضه او اړتیا شته. په هرڅه کې چې اړتیا زیاته شي افغانۍ کمېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړوالی د نرخونو په راکمولو کې اغیزناک دی او اړتیا ده چې د افغانستان بانک د افغانیو د باثباته ساتلو لپاره اغیزمن پروګرامونه ولري.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان په دې اړه وویل: « د افغانیو یو ځل زیاتوالی او کموالی د هېواد اوسېدونکي زیانمنوي. اسلامي امارت باید یوه تګلاره جوړه کړي ځکه د افغانیو زیاتوالی او یا کموالی بازار بې ثباته کوي. دا ښه خبره ده چې افغانۍ دې د سیمې د هېوادونو تر منځ ارزښت ولري ځکه چې اقتصادي سیالۍ ډېرې دي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، سیر قریشي هم وویل: « هغه توکي چې افغانستان ته واردیږي، کولای شي چې مثبته اغیزه ولري، ځکه هر څومره چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي، په همغې اندازه د خلکو لپاره توکي ګران تمامیږي.»

تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې تېر کال د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه زیاتوالی لرلی او د نړۍوال نوملړ په دریم کتار کې یې ځای خپل کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه