Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان بانک: د بانکي خدمتونو معیاري کولو هڅې روانې دي

د بانک د نړۍوالې ورځې سره سم، د افغانستان بانک وايي هڅه کوي چې هېوادوالو ته د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

اسلامي امارت دغه راز وایي، په هېواد کې د بانکوالۍ د ودې لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان بانکي نظام به پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري وویل: « د افغانستان مرکزي بانک ژمن دی چې په هېواد کې د نړۍوالو معیارونو سره برابر بانکي سیسټم جوړ کړي او له دې لارې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو زمینه برابره کړي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه وویل:« د افغانستان په بانکونو کې د سود مخه نیول شوی، او د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره هڅې شوي چې د پيسو لیږد اسانه شي، ځينې نړۍوال بندیزونه وو، چې کم شوي دي.»

د بانکونو نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې له لوري د نړۍوالو پراختیايي بانکونو د دوامداره ملاتړ په برخه کې د غوره رول لوبولو ته د خلکو د پام راجلبولو په موخه تصویب شوې ده.

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې بانکوالۍ ډيره وده کړې او دمګړۍ په هېواد کې د دوه بهرنیو بانکونو په ګډون ۱۲ بانکونه فعالیت لري.

د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود وویل: « په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بانک ډېره ښه لاسته راوړنه لرلې، خو بیا یې هم ونشوه کولای چې د افغانستان ډېر نفوس تر پوښښ لاندې ونیسي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، سیر قریشي هم وویل: « په دوه کلونو کې موږ مرکزي بانک بېرته مرکزي کړ، او دا په دې مانا ده چې افغانستان یو پیاوړی مرکزي بانک لري، او که د پیسو د نړۍوال صندوق او  نړۍوال بانک له لوري یې ملاتړ شوی وای نو بیخي ښه کېده.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان پر بانکونو ګڼ بندیزونه ولګول شول چې په ترڅ کې یې اوس ډيری سوداګر نه شي کولای چې خپلې پیسې بهر ته ولېږدوي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه