Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کابل تر مسکوه؛ د م.م سازمان له خوا د دوحې غونډې ته د غبرګونونو دوام

اسلامي امارت ویلي که‌چېرې ملګري ملتونه د سرپرست حکومت شرطونه ومني، د هغوی استازی به په راتلوونکو غونډو کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي چې د دوحې غونډه د اسلامي امارت د استازي د نه حضور له امله ناکامه وه.
      
ښاغلی مجاهد وايي:«که‌چېرې د افغانستان د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شي او اهمیت ورکړل شي، له شک پرته د افغانستان اسلامي امارت به په راتلوونکو غونډو کې معنا لرونکی حضور لري.»

بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده هم وایي چې د افغانستان په تړاو هر ډول ناسته د اسلامي امارت او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته له ماتې سره مخ کېږي.
                
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا انادولو خبري اژانس ته ویلي:«د کابل او د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته د هر ډول نوښت، مقام او یا فارمټ رامنځته کېدل له ناکامۍ سره مخ دي. له سیمې د اخوا هېوادونو یوځای کېدل یوازې په دې شرط ممکن دی چې امریکا او ناټو د افغانستان د اوسني وضعیت او له جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې مسوولیت پرغاړه واخلي، کابل ته د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ وروګرځوي او دغه راز د دغه هېواد پر بانکي معاملاتو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.»
 
له بلې خوا د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د ریاست الوزرا د سیاسي کمېسیون په غونډه کې د دوحې پر غونډه خبرې وشوې.
د اسلامي امارت ویاند د دوحې غونډې ته په اشارې سره طلوع نیوز ته وایي چې دغه غونډه د اسلامي امارت د نه حضور له امله ناکامه شوه.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند ماجد محمد الانصاري د دوحې غونډې ته په نغوتې سره وایي چې په دې غونډه کې د قطر استازي ویلي دي چې، د ملګرو ملتونو په همکارۍ له افغانستان سره د همکارۍ هڅه کوي.

نوموړی زیاتوي:«دا زموږ لپاره ویاړ دی چې د ملګرو ملتونو تر څنګ له افغانستان سره مرسته کوو، د قطر وزیر زیاته کړه چې قطر د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د لارښوونو ملاتړ کوي.»

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی هم طلوع‌نیوز ته وايي:«هغه موخې چې په دغه کنفرانس کې تعیین شوې وې، داسې نه‌ښکاري چې دغو موخو ته دې رسېدلي وي. خو پر دې باید کار وشي چې راتلوونکې غونډې له ماتې سره مخ‌ نه‌شي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون پر خپله اېکس پاڼه د دوحې د غونډې په تړاو ویلي، چې د افغانانو له سیاسي حقونو او د ښځو او نجونو له غوښتنو ملاتړ هغه مسایل وو، چې په دې غونډه کې پرې ټينګار وشو.

هغه همدرانګه لیکلي چې د دوحې په غونډه کې ځینو ګډونوالو له نشه‌يي توکو او داعش سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د لاسته راوړنو ستاینه کړې او ځینو نورو په دغه هېواد کې د ځینو ترهګرو ډلو د فعالیتونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا هم وایي چې د افغانستان په تړاو هر ډول ناسته د اسلامي امارت او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته له ماتې سره مخ کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه