Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د سیمه‌ییز تعامل د زیاتوالي لپاره د بي‌جېنګ چمتووالی

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شاویونګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې بي‌جېنګ، له افغانستان د تعامل د زیاتوالي په موخه له ملګرو ملتونو او خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي همدارنګه زیاته کړې چې هېواد یې د دوحې په غونډه کې د بشري مرستو، د منځلارې حکومتولۍ، ښځو او نجونو ته د زده‌کړې زمينې برابرولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي یونګ زیاته کړې:«چین ټینګار کړی چمتو دی چې له ملګرو ملتونو او سیمه‌ییزو شریکانو سره په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډو او نورو پلټفارمونو کې له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا او د سولې، ټيکاو، بیارغونې او د دغه هېواد د عمومي هوساینې په برخو کې همکاري وکړي.»  

د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي د څرګندونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په ناسته کې ټینګار کړی باید ډاډ ترلاسه شي چې، افغانستان به د ترهګرو د فعالیتونو پر مرکز نه بدلېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم بي‌جېنګ یو دوست هېواد ګڼي او زیاتوي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

ښاغلي مجاهد وویل:«چین او افغانستان ښې ډپيلوماټیکې، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري. همدارنګه غواړو چې له نورو هېوادونو سره هم زموږ اړیکې ښې وي او په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هغه څه چې یې دنده ده او هغه څه چې لازم دي د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې ترسره کړي دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید جواد سجادي هم په دې هکله څرګندوي:«د دوحې غونډې د ماتې یا د دغې غونډې د ناسم درک په معنا څرګندونې، د افغانستان د تېرولو لپاره د قانوني دولت له تشې د ناوړې استفادې په معنا دي.»

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې هم ویلي، چې د دوحې په دویمه غونډه کې د افغانانو پر ملاتړ او د اقتصادي ثبات، امنیت او د افغانانو حقونو ته د درناوي په برخو کې د هغوی پر مبارزې او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونې پر وړاندې د شته ستونزو پر حل ټینګار شوی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه