Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځوانانو ته د مطالعې زمینې پر برابرولو د ستانکزي ټینګار

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزی وایي د اسلامي امارت ښوونیز او تحصیلي بنسټونه باید په هېواد کې ځوانانو ته د زده کړو او مطالعې ښه زمېنه برابره کړي.

شېر محمد عباس ستانکزی د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د قرآنکريم په ګډون د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې پروګرام کې په هېواد کې د کتابتونونو کمښت د مطالعې د کمرنګه کېدو په برخه کې یوه جدي ننګونه ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دغه راز وویل: « هغه امارتي ادارې چې دغه مسوولیت ور په غاړه دی لکه د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه باید هڅې وکړي چې خپلو خلکو او زده کړیالانو ته د مطالعې زمینه برابره کړي، تر څو دوی بې له کومې ستونزې پر هره برخه کې چې غواړي مطالعه وکړي، کتاب وي او زمینه یې هم برابره وي. »

عباس ستانکزی دغه راز ټینګار کوي چې د هېواد په کتابتونونو کې ډېری اثار او چاپ شوې لیکنې د سیمې هېوادونو دي او باید په دې برخه کې هڅه وشي څو افغاني اثار زیات شي.

په ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، مهاجر فراهي د کتاب د ارزښت په اړه داسې وویل: « په کتاب کې د یوه هېواد تاریخ او تېر ارزښتونه ساتل کیږي او دا کتاب دی چې د یو نسل کړنې راتلونکي نسل ته رسوي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په دوام د ټولنې په وده او پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم ګڼي او وایي چې ځوانان باید مطالعې او څېړنې ته لېوالتیا ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه