Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیانو کې د کتابونو او ښوونکو کمښت اندېښنې راپارولي

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست وایي په دغه ولایت کې د ښوونکو، کتابونو او ټولګیو له کمښت سره مخ دي. 

دوی وایي، چې د تشکیل د بشپړاوي په موخه، د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۲۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري.

د دغه ولایت د پوهنې رییس وایي، چې په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې، ۱۲۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري.

د بامیان ولایت د پوهنې رییس، رحمت الله قندیلي غزنوي وویل:«د عمومي تعلیماتو په برخه کې شاوخوا ۱۲۶۰ نفره کمبود لرو، او دغه راز د میز، څوکۍ، او کتابونو له کمښت سره هم مخ یو. ځینې زده کوونکي کتابونه کاپي کوي او بیا څو تنه یې کاروي.»

ښوونکي، محمد جان ابراهیمي هم وویل:« زه د ښوونکي په توګه په دشتی ساقان ښوونځي کې دنده ترسره کوم. ۲۲ برخې لري او دوی په ۲۲ برخو کې ۱۱ مسلکي ښوونکي دي.»

بامیان کې زده کوونکي هم مني، چې د ښوونکو او درسي موادو کمښت یې د زده کړو پر بهیر ناوړه اغېزه کړې او له سرپرست حکومته د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

زده کوونکي، فواد وویل: « ښوونکي هم کم دي او کتابونه هم کم دي. دومره ښه نه دي خلک نشي کولای د کتابونه د نشتون له امله درس ووایي.»

یو بل زده کوونکي، نوروز هم وویل: «کتابونه کم دي په دې خاطر مو نه زده کیږي، یو کتاب په پنځو یا شپږو نفرو اخلو.»

د بامیان د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، دا مهال څه باندې ۸۵ زره هلکان او تر ۷۳ زیاتې نجونې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر زده کړو بوختې دي، چې ډېری برخه یې تر خېمو لاندې او یا هم آزاده فضا کې زده کړې کوي.

د بامیان د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، دا مهال څه باندې ۸۵ زره هلکان او تر ۷۳ زیاتې نجونې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر زده کړو بوختې دي.

تصویر بندانگشتی

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست وایي په دغه ولایت کې د ښوونکو، کتابونو او ټولګیو له کمښت سره مخ دي. 

دوی وایي، چې د تشکیل د بشپړاوي په موخه، د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۲۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري.

د دغه ولایت د پوهنې رییس وایي، چې په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې، ۱۲۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري.

د بامیان ولایت د پوهنې رییس، رحمت الله قندیلي غزنوي وویل:«د عمومي تعلیماتو په برخه کې شاوخوا ۱۲۶۰ نفره کمبود لرو، او دغه راز د میز، څوکۍ، او کتابونو له کمښت سره هم مخ یو. ځینې زده کوونکي کتابونه کاپي کوي او بیا څو تنه یې کاروي.»

ښوونکي، محمد جان ابراهیمي هم وویل:« زه د ښوونکي په توګه په دشتی ساقان ښوونځي کې دنده ترسره کوم. ۲۲ برخې لري او دوی په ۲۲ برخو کې ۱۱ مسلکي ښوونکي دي.»

بامیان کې زده کوونکي هم مني، چې د ښوونکو او درسي موادو کمښت یې د زده کړو پر بهیر ناوړه اغېزه کړې او له سرپرست حکومته د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

زده کوونکي، فواد وویل: « ښوونکي هم کم دي او کتابونه هم کم دي. دومره ښه نه دي خلک نشي کولای د کتابونه د نشتون له امله درس ووایي.»

یو بل زده کوونکي، نوروز هم وویل: «کتابونه کم دي په دې خاطر مو نه زده کیږي، یو کتاب په پنځو یا شپږو نفرو اخلو.»

د بامیان د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، دا مهال څه باندې ۸۵ زره هلکان او تر ۷۳ زیاتې نجونې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر زده کړو بوختې دي، چې ډېری برخه یې تر خېمو لاندې او یا هم آزاده فضا کې زده کړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه