Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د رهبر له لوري د هټيو د لیکدړو مالیه لغوه شوه

د اسلامي امارت رهبر د یوه فرمان په ترڅ کې په ټول هېواد کې د هټیوالو له لیکدړو د مالیې اخیستل بند کړي دي.

د دغه فرمان په یوه برخه کې له هغو لیکدړو د پیسو اخیستل چې له ښاروالیو سره تړونونه لري مستثنی دي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي وویل: « د دکانونو د لوحو په برخه کې د اسلامي  امارت د رهبر له لوري یو فرمان راغلی چې د کابل ښاروالۍ دې له دې وروسته دغه فرمان عملي کړي او ځينې تخنیکي موضوعات دي چې د هغې په اړه به جلسې ترسره شي.»

د اسلامي امارت د رهبر دغه فرمان د هټۍوالو له هرکلي سره مخ شوی دی.

هټۍوال،عبدالعزیز وویل: « ډېر ښه کار یې وکړ، ځکه له دې شیانو عاید هم نه ترلاسه کېده، یواځې هټۍوالو ته یوه ستونزه وه.»

یو بل هټۍوال، عبدالله هم وویل: « موږ سره چې په هره برخه کې همکاري وشي خوشالیږو، دا چې د لوحو مالیه له منځه ویوړل شوه، د خوښۍ ځای دی.»

د ویلو ده چې، تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د لوحو د سمون په موخه د یوه کمیسیون له جوړېدو خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې، د هټۍوالو او سوداګریزو شرکتونو لوحې باید کلتوري ارزښتونو ته زیان ونه رسوي او باید د هېواد په ملي ژبو وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه