Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیاسي ګوندونو د فعالیت پر لغوه کېدو د عدلیې وزارت ټينګار

عدلیه وزارت یو ځل بیا په هېواد کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو پر منعه کېدو له ټينګار سربېره وايي، په دغه وزارت کې د سیاسي ګوندنو ریاست لغوه او له تشکیلاتو هم اېستل شوی دی.

د عدلیې وزارت ویاند زیاتوي، د ځينو ګوندونو وروستیو دریځونو ته په کتو دغه وزارت په هېواد کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت منعه کړی دی.

د نوموړي په وینا، د ټولنیزو بنسټونو فعالیتونه ځنډول شوي او یوازې خیریه بنسټونه هغه هم د رسمي جواز له اخیستو وروسته د فعالیت اجازه لري.

د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي طلوع نیوز ته و ویل: د سیاسي ګوندونو ریاست هم په عدلیې وزارت کې لغوه او له تشکیلاتو ایستل شوی دی. له دې سره په دې وروستیو کې د سیاسي ګوندونو مسوولینو چې په تېره اداره کې په عدلیې وزارت کې ثبت وو، د خپلو لغوه شویو ګوندونو له ادرسه دریځې نیونې او کړنې ترسره کړې دي.

د چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت پر اهمیت له ټينګار سربېره وايي، اسلامي امارت باید سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکي، شفیق الله خاکسار و ویل: ګوندونه کولای شي د یوه حکومت ملاتړ وکړي، پیاوړی یې کړي. د نظام د پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي خو که اجازه نه وي ورکړ شوي نو فعالیت یې غیر قانوني دی. او که له حکومت سره په همغږۍ خپل کارونه او بهیر مخ ته یوسي نو دا غوره ده.

د سیاسي چارو شنونکی، محمد بشارت بیا زیاته کړه چې: د ولس غوښتنه دا ده چې نور په افغانستان کې سیاسي ګوندونو ته اړتیا نشته. سیاسي ګوندونو د هېواد استقرار ته زیان رسولی او د هېواد په خپلواکۍ کې یې له نورو هېوادونو سره معامله کړې نو اړتیا ورته نشته.

د ویلو ده چې، د کندهار نظامي محکمې د ۵شبنې په ورځ دوه کسان د سیاسي فعالیتونو په تړاو پر ۱۵ کاله بند محکوم کړل.

د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي زیاتوي، د ځينو ګوندونو وروستیو دریځونو ته په کتو دغه وزارت په هېواد کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت منعه کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه