Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا ویاند: افغان ښځې دم‌ګړۍ په عزت او عفت کې ژوند کوي

اسلامي امارت په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې تامین دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې دم‌کړۍ په هېواد کې د ښځو حقونه له بل هر وخته په ښه او غوره بڼه تامین دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه:«زموږ خویندې به خپلو حقونو ته چې اسلامي شریعت ورکړي، ورسېږي. موږ ډاډه یو چې د وخت له تېرېدو سره به پاتې ستونزې هم حل شي؛ خو له مخکې افغان ښځې په امن، خوندیتوب او عفت کې ژوند کوي.»

په توکیو کې په یوه غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې له ښځو او نجونو سره د واشنګټن د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې په افغانستان کې ښځې نه‌دي هېرې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو دایمي استازې لیندا توماس ګرېنفېلډ ویلي:«لکه څنګه چې موږ د افغانستان له وضعیت سره د مقابلې د لارو چارو په لټه کې یو، د دغه هېواد ښځې باید په لومړيتوب او زموږ د بحثونو په سر کې وي. موږ نه‌شو کولای افغان ښځې له پامه وغورځوو. ښځې باید د هر هغه بحث په محوریت کې وي چې، موږ یې له طالبانو سره لرو.»

له دې سره هم‌مهاله د سیاسي چارو ځیني شنونکي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو بشپړ خوندیتوب مهم بولي او زیاتوي چې په هېواد کې د ښځو د حقونو خوندیتوب د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندنې سره مستقیمه اړیکه لري.

د سیاسي چارو شنونکی ذکي‌الله محمدي طلوع‌نیوز ته وايي:«دونیم کاله کېږي چې اسلامي امارت یوه نیمګړتیا لري او هغه زموږ د خویندو د زده‌کړو په برخه کې ده. زموږ خویندې دوه نیم‌کاله کېږي چې له ښوونځیو او څه باندې یونیم‌کال کېږي چې له پوهنتونونو بې‌برخې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالناصر شفیق هم څرګندوي:«تر هغې چې د افغانستان ښځينه برخه خپلو حقونو ته رسېدنه ونه‌لري چې د حقونو له منځه یې د زده‌کړو او کار حق یې اهمیت لرونکی دی، موږ نه‌شو کولای چې د پرمختګ په لور ولاړ شو.»

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې، د افغان ښځو او نجونو برابر حقونه د کابل په تړاو د واشنګټن د تګلارې مهم اصل دی. او  د افغانستان په ټولنه او اقتصاد کې د ښځو له ګډون پرته به «طالبان» په رسمیت ونه‌پېژندل شي.

لیندا توماس ګرېنفېلډ په افغانستان کې، د هغه څه په تړاو چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په برخه کې د ۲۰ کلونو لاسته راوړنو له منځه تلل بللي، اندېښنه ښودلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه