Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حج او اوقافو وزارت مرستیال: هغه قوم به بریالی نه‌شي چې ښځه خپله حاکمه کړي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال زرمحمد حقاني په کابل کې له یوې دیني مدرسې د دیني عالمانو په فراغتغونډه کې ویلي چې، په اسلامي نظام کې ښځې واکمنې کېدای نه‌شي او دا د اسلامي شریعت پر خلاف کار دی.

ښاغلی حقاني زیاتوي چې په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي او په هېواد کې د ښځو د حقونو د نقض په تړاو د لوېدیځو هېوادونو ادعاوې بې بنسټه بولي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال وویل:«د بخاري شریف حدیث دی کامباب به نه‌شي هغه قوم چې خپله مشري ښځې ته ورکړي، ښځه خپله حاکمه کړي، دا قوم به هېڅکله بریالی نه‌شي، ښځه رایې ته درېدلی شي ۳۳مه ماده وګورئ، او ښځه رایه ورکوی شي.» 

د کورنیو چارو وزارت سلاکار شاه محمد هم څرګندوي:«تیر نظام د خلکو په سترګو کې خاورې شیندلې، هغوی ګومان کاوه، نظام هغه وخت اسلامي دی چې په دې کې مسلمانان کار کوي، نو هلته یې څو ږیرو، سروالا رالېږلي وو، له بده مرغه د تېر جهاد مشران هم په‌کې وو، نو ویل یې چې دا نظام اسلامي دی.»

بلخوا، د علماوو د شورا ځيني غړي پر دې باور دي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې دیني مدرسې زیاتې شوي او په دې برخه کې د سرپرست حکومت او هېوادوالو ملاتړ ته اړتیا ده.

دوی ټینګار کوي چې عصري علوم هم په هېواد کې اړین دي او د اسلامي امارت مسوولان دې ورته پاملرنه وکړي.

د علماوو شوار مرستیال ظاهرخان خادم وویل:«له استادانو نه، له زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو نه، مې هیله دا ده چې په دغې برخه کې د خدای لپاره قرباني ورکړئ. افغانستان چې وروسته پاتې دی ډرون چې نه‌لري، د افغانستان په فضا چې پردۍ ډرون ګرځي، نه‌شي راګوزولی، دا خو ملا نه‌شي کولای، دا خو ستا کار دی. » 

دیني عالم عبدالله حماد هم څرګندوي:«اسلامي امارت په افغانستان کې امنیت ټينګ کړی، مدرسې ته یې پراختیا ورکړې ده، مدرسې به ان‌شاالله د اسلامي امارت په واکمنۍ کې نور هم پیاوړتیا مومي.»

په دې غونډه کې  د نارينه وو او ښځو په ګډون څلوېښت تنو له دغې مدرسې د حدیث او د قرلنکریم د حفظ له دورې د فراغت سندونه ترلاسه کړل او ټاکل شوې ده چې، خپلو زده‌کړو ته لاهم پسې دوام ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه