Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بادغیس کې د پستې ګل کلنی فېسټوال

د پستې ګل کلنی فېسټوال د بادغیس د پستې په ځنګلونو کې ترسره شو.

د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په رزګونه تنه په دغه فېسټوال کې د ګډون لپاره بادغیس ولایت ته تللي دي.

دا فېسټوال څو ورځې دوام لري چې ورزشي نندارې او سیمه‌ییزې برنامې په‌کې شاملې دي.

د بادغیس اوسېدونکی نجیب‌الله وايي:«د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په پسته لق کې د پستې د ګل مېله لرو. د بادغیس ولایت خلک په شوق او لېوالتیا سره له خپلو مېلمنونو څخه چې د افغانستان له سراسر څخه راغلي، هرکلی کوي.»

د کندهار اوسېدونکی میراجان هم څرګندوي:«دلته یو ډېر ښه ځای دی چې خلک د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه له یووالي او خوشحالۍ سره راغلي دي. او دلته مېله ده او زموږ وخت په خوښۍ تېرېږي.» 

د پهلوانۍ په دې دودیزه سیالۍ کې د بادغیس او کندهار پهلوانان د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډکر ته وتلي دي. د بادغیس ورزش ادارې مسوولان وایي، د دویزو لوبو وده د پستې ګل فېسټوال له مهمو موخو شمېرل کېږي.

د بادغیس د ورزش او بدني روزنې امر فیض‌الله فیاض وايي:«موږ غواړو چې محلي سپورټونه بېرته ژوندي کړو. د محلي پهلوانۍ نننۍ سیالۍ چې د کندهار او بادغیس د ۴۰۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوه.»

په وروستیو اوونیو کې د هوا په ګرمېدو سره د پستې ځنګلونه غوړېږي. دې سمسورو غونډیو ته زرګونه هېوادوال د تفریح او مېلو په موخه راغلي دي.

بادغس کې فرهنګي فعال سیداغا ارفاق څرګندوي:«خلک د سرګرمۍ او د تفریح بېلابېل پروګرامونه لري او د دغو خلکو کلتور او دود په مطابق ځینې محلي لوبې ترسره کېږي. ډېری لوبې چې دلته دود دي محلي پهلواني، اسپ ځغاسته او منډه ده.»

د بادغیس د پستې ځنګلونه چې زرګونه هکټاره ته رسېږي، د دغه ولایت په آبکمري ولسوالی کې دي. دا ځنګلونه د ښې هوا او اوبو په لرلو سره، د هېوادوالو لپاره د تفریح او مېلو په لوی ځای بدل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه