په بادغیس ولایت کې یو شمیر بېځایه شوي ادعا کوي چې د سیمهییزې ادارې له لوري د قلعه نو ښار اړوند له یوه پنډغالي ایستل شوي دي.
دغه بېځایه شوي زیاتوي چې سرپناه نهلري او په خورا بد وضعیت کې ژوند تېروي.
پنځه څلوېښت کلن اختر محمد چې د وچکالیو له امله قلعه نو ښار ته بېځایه شوی، وایي، له خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره په سړې هوا او لوږه کې ژوند کوي.
بېځایه شوی اختر محمد زیاتوي: «خلک یې بار کړل یا یې وطنو ته واستول یا یې ښارونو ته واستول، زه هم دې بازار ته راغلی یم، شپږ شپې شوې چې پهدې بازار کې مې بسترې په شاه دي ګرځوم یې، یوه شپه په یوې کوټه کې تېروم، بله شپه په بلې کې.»
ورته مهال، په بادغیس کې یو شمیر بېځایه شوي کورنۍ ادعا کوي چې د دې ولایت سیمهییزې ادارې له لوري په قلعه نو ښار کې له یو پنډغالي ایستل شوي او دا مهال له کومې سرپنا پرته ژوند کوي.
بېځایه شوی غلام فاروق وايي: «همغه ډول ښه و، هر ډول چې وو، خو ګذاره مو کوله، حکومت وویل چې موږ خیمه نه پرېږدو، که خپلو مېنو ته ځئ، لاړ شئ او که بازار ته راځئ، راشئ.»
یو بل بېځایه شوی صلاح الدین زیاتوي: «په ژمي کې وضعیت ډېر خراب دی، فعلاً په کور کې ستونزې او ناورغان ډېر دي.»
د عبدالله په نوم بېځایه شوی پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «ماته چې کمک راکړي او له ما سره همکاري وشي، په دواړو سترګو زه خپل وطن ته ځم.»
بلخوا د بادغیس د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان د دغو بېځایه شویو ادعاوې بېبنسټه بولي.
د بادغیس د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس صدري ګل صادق وايي: «موږ یې ډېر په عذاب کړو، راته یې ویل چې موږ بارېږو، تاسو په جریان کې یاست چې یواېناېچسيار (د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ) ۲۶۷ کورنیو ته اجازه ورکړه او له هغوی سره یې مرستې وکړې او خپلو ځایونو ته لاړل.»
د وروستیو وچکالیو له امله، بادغیس د نورو ولایتونو پرتله ډېر ځپل شوی او یو شمیر اوسېدونکي یې له خپلو سیمو کډوالۍ ته اړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه