د جنسیتي برابرۍ لپاره د برېتانیې ځانګړی استازی جواناراپر کابل ته راغلی ترڅو د افغان مېرمنو لپاره د برېتانیې د عمل ملي پروګرام اعلان کړي.
دغه برېتانوی چارواکی وایي په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دې پروګرام په عملي کېدو سره د پوهنې، سولې، له تاوتریخوالي سره د مبارزې او ظرفیت جوړولو په برخو کې د افغان مېرمنو رول پياوړی شي.
جوانا راپر په دې اړه وویل:« برېټانیې په افغانستان کې د روزنیز پروګرام له مخې د ۲۶۴ معلولو نجونو په ګډون ۳۰۰ نجونو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره کړې ده، زموږ د نوي پروګرام له مخې چې اوس پيل شوی ټاکل شوې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې له زده کړو بې برخې سلو زرو نجونو ته د زرو ښځینه ښوونکو لخوا د منځنۍ زده کړې زمینه برابره شي.»
له بلخوا د برېټانیې د پارلمان یوه غړې وايي برېټانیه به په بېلابېلو برخو کې له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.
د بریټانیا د پارلمان غړی بورانوس هوډسن وايي:« افغانستان د برېټانیې د عمل د څلورو پروګرامونو د پام وړ دی چې په اوسني وخت کې د دغه هېواد د مېرمنو لپاره د عمل پروګرام عملي کېږي، له دې امله هغه مشوره چې دلته وشوه موخه یې د مېرمنو لپاره د عمل پروګرام د پلي کولو په موخه د سمو مالوماتو راټولول دي.»
په هېواد کې د ښځو له حقونو یو شمېر دفاع کوونکي وايي په افغانستان کې د برېټانیې د عمل پروګرام په پلي کېدو سره به په هېواد کې د مېرمنو وضعیت ښه شي.
د ښځو د چارو د حقونو فعاله وږمه فروغ څرګندوي:«دا پروګرام د ښځو د ظرفیت لوړولو لپاره هم دی چې د افغانستان په دفاعي او امنیتي سکټورونو کې کار کوي، دغو ټولو ته په پام سره دا پلان تر ډېره د هغو اړتیاو پر بنسټ ترتیب شوی چې له موږ څخه د هغه په اړه مشوره او خبرې اترې شوي دي.»
د دې پروګرام له مخې به په امنیتي او خصوصي برخو کې د مېرمنو له فراغت وروسته له هغوی ملاتړ کېږي، دا پروګرام د هېواد د مېرمنو د اړتیاوو پر بنسټ برابر شوی دی.