هېواد کې د ساداتو، بیات، قرلق او د یو شمېر نورو قومونو استازي له ولسمشر څخه غوښتنه کوي تر څو د یوه حکم له مخې په برېښنايي پېژندپاڼو کې یې نومونه ولیکل شي.
د دې قومونو استازو وویل چې په برېښنايي پېژندپاڼه کې د ملت کلمې لیکلو سره مخالف نه دي، خو که د قومونو نومونه یې په پېژندپاڼو کې نه وي، نو مدني خوځښتونه به پیل کړي.
د ولسمشر سلاکار او د قومونو پېژاند غوښتنې کمېسیون رئیس، سیدعلي جاوید څرګندوي:«له ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې د بیات، سادات، خلیلي، قرلق، تیموري او نورو قومونو نومونو لیکلو په اړه حکم ورکړي تر څو دوی هم د حکومت همکار ووسي.»
د قومونو استازي وايي چې د قانون له مخې د قومونو نوم لیکنه هیڅ مانع نلري، دوی له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د قومونو نوم لیکنې په اړه ملي اجماع وکړي.
د قرلق قوم استازی، عبدالقهار حکیمي څرګندوي:«هر قوم چې وي، څه سادات، څه قرلق او نور قومونه چې هویت یې اخیستل شوې، داسې ده چې ژوند یې واخیستل شي.»
د بیات قوم ولایتي شورا مرستیال، حیدري په دې اړه څرګندوي:«که قومونه د یو بل پر وړاندې کوئ، نو امنیت یې به خطر کې کيږي، یو ځل بیا هېواد له کړکېچ سره مخامخ کېږي.»
د هېواد په اساسي قانون کې یوازې د څوارلسو قومونو نومونه لیکل شوي دي، د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي د افغانستان ملت له پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو، پشه يي ، نورستاني، ايماق ،عرب ، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو جوړ دی.