Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: میانمار کې د مسلمانانو وژنه بشري جنایت دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په میانمار کې د مسلمانانو وژنه غندې او هغه بشري جنایت بولي.

دا وزارت پر مسلمانانو د برما پوځیانو بریدونو او وژنې نسل وژنه بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې دا پېښه څېړي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال، صبغت‎الله احمد څرګندوي:«په میانمار کې د خپلو مسلمانو وروڼو پر وړاندې جنایت غندو. دا د بشریت او مسلمانانو پر وړاندې جنایت دی چې بې ځوابه به پاتې نه شي. موږ له ملګرو ملتونو او بشريحقونو بنسټونو غوښتنه کوو چې دا پېښه وڅېړي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو بنسټ وايي چې په وروستۍ  په دغه هېواد کې د میانمار د پوځ په عملیاتو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون نېژدې ۴۰۰ تنه مسلمانان وژل شوي دي.

په کابل کې دا پېښې هم د یو شمېر غبرګونو سره مخامخ شوي دي.

دیني عالم، علي احمد نیازی څرګندوي:«د نړۍ په هر ګوډ کې چې اسلامي علما دي باید د ټولنو په جوړولو سره او سیاسي امکاناتو په درلودو سره له خپلو دولتونو  غوښتنه وکړي تر څو  د میانمار مسلمانانو ته پام وکړي.»

په ټولنیزو رسنیو کې په  مینانمار کې د روهینګیا د مسلمانانو پر وړاندې د یوه انساني ناورین تصویرنه په پراخه توګه خپاره شوي دي.

همداراز د کابل اوسېدونکی، محمدآقا رحمتي وايي:«مسلمانانو ته لازمه ده چې د دوی ددوی دفاع لپاره ودریږی او اقدام وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی، وحیدالله زیاتوي:«کاش د افغانستان دولت په لومړي سر کې خپل دریځ څرګند کړی وی.»

همدارنګه احمد شفیق څرګندوي:«د افغانستان دولت باید په ملګرو ملتونو کې غبرګون وښیې.»

د مینانمار د دولت مشره  آنګ سان سوچي د نوبل د جایزې یوه ګټونکې ده، او په ټولنیزو شبکو کې  له نوموړې د دې جایزې د بیرته اخیستو لپاره کمپاین پېل شوی دی.

د نوبل د جایزې یو شمېر ګټونکي هم د مسلمانانو د وژنو پر وړاندې د آنګ سان سوچي د چوپتیا له امله د میانمار د دولت له رییسې نه ددې جایزې د بیرته اخیستو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو هم په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې جنایتونه غندي او د ویلي یې دي چې انګ سان سوچي په دې هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه دی غندلی.
 
ملګرو ملتونو هم په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې جنایتونه غندي او د ویلي یې دي چې انګ سان سوچي په دې هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه دی غندلی

شریک یي کړئ