Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر کال د جګړو له امله څه باندې ۶ زره ملکیان ټپي او وژل شوي

د ملکي وګړو د عدالت غوښتنې او خوندیتوب ډله وايي چې د دغه بنسټ څېړنې ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې څه باندې دوه زره ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي او همدارنګه څه باندې څلور زره نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

دغه ډله وايي چې د دوی د څېړنو پر بنسټ، یوازې ۲۰۱۸ کال کې په ټول هېواد کې ۴۰ ځانمرګي بریدونه شوي، ۷۴۴ تنه یې وژلي او ۱۶۶۸ تنه نور یې ټپيان کړي دي. 

دغه بنسټ زیاتوي چې د ولسي وګړو په دغې مرګ ژوبله کې د جګړې ټول ښکېل لوري ونډه لري.

د ملکي وګړو د عدالت غوښتنې او خوندیتوب ډلې مشر عزیز احمد تسل په دې اړه څرګنده کړه:«په تېر زیږدیز کال کې څه باندې شپږ زره ولسي وګړي په جګړو کې وژل او ټپیان شوي دي په دې لړ کې څه باندې دوه زره او شپږ سوه پنځلس تنه یې وژل شوي او څلور زره او ۷۷۰ تنه یې ټپيان شوي دي چې د دوی ډېری برخه ماشومان او مېرمنې جوړوي.»      
                
ددې ډلې د څیړنو له مخې په تېر میلادي کال کې په څلویښتو ځانمرګو بریدونو کې ۷۴۴ ملکي کسان وژل شوي او د دولتي او بهرنیو ځواکونو د شپې په عملیاتو کې هم تر ډېره ملکي خلک وژل شوي دي.

د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل وویل:«په افغانستان کې د ملکي وګړي وژل کېدل په یوې عادي خبرې بدل شوي چې ډېر دلایل لري یو له هغې دا دی چې تراوسه یو له هغو کسانو چې ولسي وګړو ته زیان رسوي نیول شوي او محاکمه شوي نه دي.»

د پوځي چارو  ځينې کارپوهان هم د ملکي خلکو د مرګ ژوبلط د زیاتوالي په اړه داسې بېلابېل نظرونه لري. 

پخوانی پوځي یارمحمد یارمند څرګنده کړه:«کله چې پلان جوړونه کېږي د ملکي کسانو او دښمن د کمیت په اړه دقیقې ارزونې ته اړتیا ده چې ترسره شي، چې ځينې وخت نه ترسره کېږي.»

په دې هکله د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه‎شوو.

د ملکي وګړو د عدالت غوښتنې او خوندیتوب ډله په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر له شپږ زره زیات بولي او وايي ټولو ښکېلو لوریو په ملکي مرګ ژوبله کې لاس لرلی دی. 

شریک یي کړئ