د ولسي جرګې ځینې غړي ادعا کوي چې په کابل او ځينو ولایتونو کې د سولې عالي شورا دفترونه د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین پر مرکزونو بدل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی لالی حمیدزی وايي:«په ولایتونو کې د سولې د عالي شورا د کارکوونکو تر نامه لاندې خلک ګمارل کېږي چې دا د کمپاین دفترونه دي.»
اته کاله مخکې د سولې له بهیر سره د دولت د مخالفو وسلهوالو د جذبولو او د حکومت او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سولې عالي شورا جوړه شوه خو وخت ناوخت د ولسي جرګې غړي د دې شورا کړنې بې اغېزې بولي.
اخوا وکیلان وایي د سولي پرعالي شورا په مېلیونونو ډالر لګول شوي، په داسې حال کې چې د دغه بنسټ کار اغېزناک نه دی.
د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد په دې اړه وویل:«هغه پیسې یې چې لګولي باید څرګندې شي، څو تنه طالبان یې راوستي، طالب مشران چا راوستي له چا سره یې خبرې کړي له هغوی باید پوښتنه وشي دا د بیت المال پیسې دي.»
د ولسي جرګې بل غړی حبیب الرحمان افغان هم وايي:«په افغانستان کې چا سیاسي سوله، امریکايي سوله ونه منله او د دولت مخالفیونو هم هغه ونه منله.»
له بلخوا د سولې عالي شورا دا تورونه بې بنسټه بولي او ټینګار کوي د نوموړې شورا کار اغېزمن دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان الله طاهري څرګنده کړه:«د افغانستان د سولې عالي شورا دفترونه د افغانستان د دولت د هېڅ چارواکي کمپایني بنسټ نه دی، هر چا چې دا خبره کړې اسناد دې وړاندې کړي موږ خپل دلیل ورته وایوو.»
د ملي شورا غړي په داسې حال کې د سولې د عالي شورا په تېرو څو کلنو کړنو نیوکې کوي چې حکومت دا شورا په هېواد کې د سولې لپاره یوه اړتیا ګڼي.