د سلامي حزب مشر، کلبدین حکمتیار تېره ورځ(دوشنبې د کب۲۸مه) په جلال اباد ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې طالبانو ته د ولسمشر له لخوا د سولې طرحې وړاندط کولو هر کلی وکړ.
ښاغلي حکمتیار وویل:«زه تعجب کوم چې یو عقلمند انسان د داسې معقولې طرحې مخالفت وکړي.»
ښاغلی حکمتیار له طالبانو ډلې غواړي د سولې له بهیر سره د یو ځاي کیدو لپاره له دغه فرصته کار واخلي.
حکمتیار وړاندې وايي:«ما د سولې طرحه ولسمشر ته هم ایښې ده او د طالبانو مشر، ملا هبتالله هم د یوه تفصیلي لیک سره استولې چې راشئ له سولې سره یوځای شئ.»
په همدې حال کې د ننګرهار والي، محمدګلاب منګل څرګندوي:«د کابل بهیر په ناسته کې طالبانو ته په زغرده وړاندیز وشو چې افغان حکومت چمتو دی تر څو له طالبانو سره سوله وکړي.»
د حزب اسلامي مشر وایي په افغانستان کې جګړه د هیچا په ګټه نه ده او یوازې د هېواد خلک په دغو جګړو کې قرباني کیږي.