د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د شنبې په ورځ (د غوايي په ۷مه) کابل کې له کومانډو ځواکونو سره په یوې غونډه کې وویل، چې افغان منیتي ځواکونه باعزته سوله غواړي او د سولې د راوستو لپاره له هر ډول هڅې ملاتړ کوي.
هغه وویل:«موږ په ځلونو ویلي هر هغه ګام چې په هېواد کې د سولې لامل شي ترې ملاتړ کوو، خو باعزته سوله چې په هغه کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې او د ملي پوځ اتلولۍ غوندي وي.»
ښاغلي خالد امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې سوله راتلونکې ده، ځکه هغوی د هېواد د دفاع دنده لري.
هغه څرګنده کړه:«له افغانستانه دفاع زموږ دنده ده او هېڅ څيز شتون نهلري چې زموږ د ملي پوځ د لهمنځه وړلو لامل شي یا د هغې سولې لامل شي چې د هغوی (طالبانو) له خوا تعریف شوې وي. بلکې سوله به د هغو سرتېرو له خوا حاصله شي چې هره ورځ د هېواد لپاره قرباني ورکوي.»
هغه د هېواد له سیاستوالو وغوښتل څو په پوځي چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.
هغه زیاته کړه:«موږ له سیاستوالو غوښتي چې زموږ په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او موږ د افغانستان د قانون پر بنسټ همدارنګه د هغوی په چارو کې نه لاسوهنې ته ژمن یوو.»
ښاغلي خالد ژمنه وکړه چې د کومانډو ټول سرتېري چې له بلواګرو سره په بند کې دي هغوی به ازاد کړل شي.
هغه د دې په اړه ګنګوسې چې طالبان له پرمختللو وسلو سمبال دي رد کړه.
ښاغلي خالد په ډاګه کړه:«دښمن وايي چې هغوی لایزري او په شپه کې د لید وسلې لري، باور مه کوئ هېڅ هم نهلري.»
هغه د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۵۳ ګومانډويي ځواکونو د ازادېدو په عملیاتو کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت همکاري وستایله.