Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‌زاد اجراییه رییس ته د سولې د هڅو ډاډ ورکړی

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد نن (دوشنبه، د لړم ۱۲مه) له اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سر وکتل. 

له اجراییه ریاست نه رالېږل شوې خبرپاڼه لیکي، چې زلمي خلیل‌زاد له اجراییه ریس سره په خبرو کې وویل: «واشنګټن د افغانانو پر مدیریت او مالکیت د سولې خبرو اترو ته ژمن دی.»

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله «د سولې په جریان کې د مختلفو جریانونو او خلکو» پر حضو ټينګار وکړ. 

زلمي خلیل‌زاده چې د سیمې د هېوادونو لپاره يې دویم پړاو سفر پیل کړی، تر اوسه له عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور سره هم لیدلي دي. 

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار د زلمي خلیل‌زاد هڅو ته خوښي ښيي او وايي هغه هم امریکايي او هم افغان دی: «هغه هم افغان دی هم امریکايي دی، هم طالب پېژني هم د طالب پر روحیه پوهېږي د افغان په صفت؛ هم د افغانستان حکومت او ولس پېژني، دردونه او کړاوونه هم لیدلی شي.»

زلمي خلیل‌زاد وړاندې تر دې هم د سیمې ځينو هېوادونو ته سفرونه درلودل، چې په قطر کې يې له طالب استازو سره هم مخامخ خبرې وکړې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه