Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د  اورښتونو له کبله د سالنګ لارې تړل کېدل

د سختو اورښتونو او واورو ښویدو له کبله د سالنګ لویه لاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې رییس، عبدالبصیر حبیبي وايي دا لاره د تېرې شپې (د سلواغې په ۲۳مه نېټه) کابو لس بجې مسافرو  پر مخ وتړل شوه.

 ښاغلی حبیبي زیاتوي پر یادې لارې د واورې کچه کابو ۷۰ سانتي مترو ته رسیږي او سخت توپان له کبله د لارې خلاصون لارې ټکنۍ دي.

دی وړاندې وايي اوس مهال په شمالي سالنګ کې له سخت توپان سره د واورې اورښت دوام لري او نه ده څرګنده چې لار به کله پرانیستل شي.

په همدې حال کې هرات کې هم سختو بارانونو دې ولایت ته الوتنې او تګ راتګ له خنډونو سره مخ کړی دی.

همداراز اورښتونو د هرات اسلام کلا ـ د هرات تورغونډۍ لاره او د هرات ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

که څه هم پر یادو لارو کې سلګونه مسافر بند پاتي دي، خو امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې د مسافرو د ژغورنې لپاره يې هلې ځلې پیل کړې دي.

هرات ولایت کې وروستي بارانونه بې سارې بلل شوې او په ښار کې او ولسوالیو کې د سیلابونو د راتلو  لامل شوی دی. اوس مهال هم په یاد ولایت کې سخت اورښتونه دوام لري.

د هرات امنیه قومندان خبرداری ورکړی چې د امکاناتو د نشتوالي له امله ښايې  مسافر تلفات ولري، خو زیاتوي چې اوسه يي سل تنه مسافر ژغورلي دي.

په همدې حال کې هرات کې هم سختو واورو او بارانونو دې ولایت ته الوتنې او تګ راتګ له خنډونو سره مخ کړی دی

شریک یي کړئ