د آسیا زړه هېوادونو ناسته نن یکشنبې (لیندۍ۱۴مه) د هند په امرتسر ښار کې د افغان ولسمشر، اشرف غني او د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي په وینا پیل شوه او دوه ورځې به دوام وکړي.
دا ناسته د پاکستان د لومړي وزیر، سلاکار، سرتاج عزیز په ګډون د ۴۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
ښاغلي غني امرتسر ته تر رسېدو وروسته وویل:«مننه له تاسو ښاغلی لومړی وزیر، نرندرا مودي د تود هرکلي له امله او دا زما لپاره ویاړ دی چې یو ځل بیا له تاسو سره یم.»
ولسمشر غني او لومړي وزیر، نرندرا مودي په هند کې د سرو زرو له یوه معبد څخه لیدنه وکړه.
مخکې له دې هندي چارواکو ویلي وه چې د آسیا زړه هېوادونو ناسته به د افغانستان امنیتي حالت په متمرکزه وي او افغانستان هغه په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم بولي.