Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني او مودي په رسمي توګه د آسیا زړه هېوادونو ناسته پیل کړه

د آسیا زړه شپږمه ناسته نن یک‎شنبه د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي له خوا په رسمي توګه د هند په امرتسر کې پیل شوه.

ښاغلي غني په دې ناسته کې ګډون‎کوونکو هېوادونو ته وویل چې دا ناسته په مهمو شرایطو کې ترسره کېږي او له موږ سره مرسته کوي چې له ۲۰۱۷ زیږدیز کال او له هغې وروسته وخت لپاره چمتووالی ونیسو.

ده وویل چې په تېرو کلونو کې افغانستان د وژنو لوړ شمېر درلود او دا حالت باید بدل شي.

ولسمشر غني امنیتي حالت ته په اشارې څرګنده کړه په ۲۰۱۶ کال کې د بروکسل له ناستې وروسته په افغانستان کې جګړو زور واخیست او کابو ۳۰ ترهګرو ډلو چې د ملګرو ملتونو له‎خوا پېژندل شوې، ویې غوښتل تر څو په افغانستان کې ځانته ځای جوړ کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د داسې سرچینې درلودل له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښه کار دی.»

نوموړي همداراز د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته اشاره وکړه او له نورو هېوادونو سره یې نښلول مهم وبلل، او ترڅنګ یې له هند څخه د مرستو له امله مننه وکړه.

ده د هند او افغانستان ترمنځ د لېږد رالېږد څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دا کار به خلک له بې‎وزلۍ وژغوري.

په همدې حال کې د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي وویل چې د اصلي موخه یې افغانستان ته مرسته ده.

مودي وویل چې د هېواد ژمنه یې په افغانستان کې د سولې راوستل دي او موخه د پرمختللي او باثباته افغانستان دی.

ده څرګنده کړه چې د ډېرو کارونو ترسره کېدو سره سره باید نور کارونه هم وشي او د افغانستان ۱۵ کلنې لاسته راوړنې وساتل شي.

د هند لومړي وزير وړاندې وویل چې سولې ته د افغانانو په مشري خبرې یوازېنۍ لاره ده او د ترهګرو پر وړاندې چوپتیا لامل کېږي چې دا ډلې ځواکمنې شي.

مودي د خبرو په پای کې یادونه وکړه:«باید په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره کار وکړو.»

د آسیا زړه هېوادونو په ناسته کې د اروپايي ټولنې په ګډون څلوېښتو هېوادونو ګډون کړی دی.

د آسیا زړه‎ـ‎استانبو په سیمه کې د امنیتي مسایل، سیاسي او اقتصادي همکاریو په موخه جوړ شوی بهیر دی.

ولسمشر د ګډونکوونکو هېوادونو په استازی‎توب په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې بودجې د تصویب وړاندېز وکړ.

شریک یي کړئ