د افغانستان بندونو په اړه د ایران ولسمشر، حسن روحاني خبرو په اړه تر غبرګون وروسته، کابل کې د دې هېواد سفیر وايي چې د نوموړي له خبرو سمه اخیسته نه ده شوې.
د ایران سفر، محمدرضا بهرامي وايي چې هېواد یې د افغانستان ملي ګټو ته درناوی لري او د روحاني له خبرو ناسمه اخیسته شوې ده.
دی زیاتوي:«هغه څه چې د ښاغلي روحاني له خبرو اخیسته شوې ده، هغه څه نه دي چې د نوموړي موخه وه؛ نوموړي د یوې سیمهييزې ستونزې په اړه خبرې کولې، د سیمهييز ناورین په اړه یې خبرې کولې، په دې اړه یې خبرې کولې چې موږ ټول یوه کورنۍ یوو او باید چې پیاوړي ووسو.»
افغانستان د ۷۰مترمکعبه اوبو لپاره لنډ وخت کې د اوبو د بندونو لومړنۍ ګامونه پورته کوي، خو د ایران لومړي وزیر، حسن روحاني ویلي وو چې هېواد به یې افغانستان کې د بندونو جوړلو په برخه کې چپ پاتې نشي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ایران ولسمشر، حسن روحاني په خپلو خبرو کې ویلي وو:«په افغانستان کې د ډيرو بندونو جوړلو، د کجکي، کمال خان، سلما او نور بندونه د افغانستان په شمال او سویل کې زموږ د خراسان پر ولایت او زموږ پر بلوچستان او سیساتو ولایتونو اغېزه کوي.»
د ایران ولسمشر دې خبرو په کور د ننه د هېوادوالو غبرګونونه له ځانه سره درلودل د روحاني دا خبرې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.
د کابل اوسېدونکی، کامران وايي:«د ایران ولسمشر ګواکې زموږ اوبه خپل حق بولي، په داسې حال کې چې دا زموږ حق دی.»
د بدخشان اوسېدونکی، عادلالدین څرګندوي:«د دې پرځای چې له افغانستان څخه مننه وکړي، افغانستان چې ډېرې اوبه یې ایران او پاکستان ته ځي ـ په کورنیو چارو کې یې مداخله کوي.»
خو د ایران سفیر د اوبو مدیریت د افغانستان حق بولي، خو زیاتوي چې ملي ښکارندې باید د دواړو هېوادونو اړیکو ښهوالي په برخه کې وکارول شي.
بلخوا د ابو او انرژۍ وزارت مرستیال، بصیر عظیمي په دې اړه د اسې نظر لري:«په بیلابیلو سیمو کې د چاپېریال بدې اغېزې لکه د غوریانو ولسوالۍ په مالګډګر، فراه، چخانسور، د نیمروز کنګ ولایت کې چې ډېره بده اغېزه یې پر افغانستان ده.»
اوسمهال نیمرو کې د کمالخان، هلمند کې د کجکي او فراه کې د بخشآباد اوبو بندونو چارې پیل شوې دي، خو څېړنې ښیې چې د هلمند سیند د ۱۸ بندونو جوړېدو ظرفیت لري.