Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورې چهارشنبې پېښه، حسیب د پېښې ټپي تراوسه هم ځوروي

د طلوع نیوز یو تصویر اخیستوونکی چې د موبي ګروپ پر کارکوونکو د ځانمرګي برید پر مهال ټپي شوی وه، وايي اوس هم د هغې خونړۍ پېښې له کبله روحي ځور ویني.

سید حسیب الله سادات له یو څه ذهني ښه والي وروسته بېرته پر خپل کار پيل کړ خو د نوموړي کورنۍ د هغه د کار په اړه اندېښنه لري.

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ چې مازیګر خپله وروستۍ ساه اخیسته، له نورو همکارانو سره خپل کور ته روان وه، چې ځانمرګی برید پرې وشو خو اوس‎مهال چې د خبري غونډو د پوښښ لپاره ځي ټینګار کوي چې له هغې پېښې ډېرې زیاتې ترخې خاطرې لري او د پخوا په شان د خپل کار پرمهال شپه او ورځ نه پېژني.

هغه وايي:«هغه ژمنه چې خپلې دندې او کورنۍ ته لرم، همدا دی چې خپل مسلک باید په مخ یوسم! په هر شرایطو کې چې وي، خپله دنده پر مخ بیایم او نه تسلیمېږم.»

خو ځينې شیان دي چې لا یې هم د دوه کاله مخکې په شان يي ځوروي.

هغه زیاته کړه:«تراوسه هم ستونزې شته؛ جسمي، روحي ستونزې، له هغې ډلې مخ او سترګو مې ډېر زیان لیدلی دی.»

حسیب چې اوسله خپلې کورنۍ سره دی، هغه کس وه چې د تورې چهارشنبې له پېښې وروسته یې د تصویر اخیستو دندې ته زړه نه ښه کاوه خو حالاتو د دغه ځوان لپاره بدلون ونه کړ.

د حسیب مور ګلالۍ وايي:«د سترګو تکلیف لري او د خپل له ځانه ډېر نالېږي. بیا هم له خپلې دندې سره علاقه لري، موږ مخنیوی کوو چې زویه مه ځه او همدلته یو ازاد کار وکړه، وايي چې نه، زه علاقه نه‎لرم.»

حسیب د رسنیو د هغو کارکوونکو بېلګه ده چې په افغانستان کې د یوې لسیزې پرمهال د تاوتریخوالي قرباني شوي.

د هغه پر وړاندې شته ستونزې، نوموړی هڅوي چې خلکو ته له اطلاع رسونې لاس وانه خلي او د خلکو د ښه ژوند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

شریک یي کړئ