ملي امنیت ریاست د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ ته د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال له نیول کېدو خبر ورکوي.
د یاد ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې(یکشنبې د غويي په ۲۲مه نېټه) راغلي دي چې د طالبانو د ډلې یاد غړی مولوي عبیدالله نومیږي چې په په مستعار، حنفي نوم یې فعالیت کاوه.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې د طالبانو نومول شوی ولسوال د جورجان په مرکز، شبرغان کې د املي امنیت ځانګړو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نیول شوی دی.
خبرپاڼې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.