په جلال اباد ښار کې د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو روان بهیر دې روان وساتي او له افغان دولت سره دې هم ژر تر ژره خبرو ته حاضر شي.
دوی همداراز پر دولت هم غږ کوي چې د طالبانو سره په سوله کې دې د افغان ځواکونو قربانۍ په پام کې ونیسي.
د ولسي جرګې غړی، حاجي حضرت علي وايي:« دا جلسه که په دوبی، ایران، قطر، امریکا یا روسیه او یا هم کابل کې کېږي، زموږ لپاره د افغانستان عزت مهمه دی، د افغانستان عزت باید په پام کې ووسي.»
دیني عالم، مولوي احسان الله زیاتوي:« له ټولو نه غوښتنه کوو چې راشي د اسلام د چتر لاندې، د توحید د کلمې د چتر لاندې، په یو میز راسره کیني، هر څوک دې د خپلې وسې سره برابر هېواد جوړ کړئ.»
د غونډې ګډونوال همداراز له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو سره په خبرو کې دې د افغان ځواکونو قربانۍ په پام کې ونیسي.
قومي مشر، میرولي خان څرګندوي:« هغه وړاندیزونه چې طالبانو ته وړاندې شوي دي، باید ټولو ته د منلو وړ ووسي، باید پر طالبانو فشار ووسي چې له دولت سره خبرو ته حاضر شي.»
د پوهنتون استاد، عبدالغفور غفوري وايي:« ستانکزی صیب! که ته افغان یې نو راشه دلته له افغانانو سره خبرې وکړه، ته څنګه وايي چې زه اردو ورانوم، ولي افغانستان بیا بې ثباته کوې.»
وسلهوالو طالبانو د سولې خبرو اترو په لړ کې د امریکا له ځانګړي استازي سره په قطر کې پر یو شمېر موضوعاتو او له افغان سیاسیتوالو سره په مسکو کې پر یو شمېر مسایو غږیدلي چې د پخوا په پرتله یې د دغه بهیر بریالي کیدو ته هیله مندي ډېرې کړي دي.