Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیت پر نه تامین د ننګرهار د سیکانو نیوکه

په ننګرهار کې د یک شنبې ورځې په ځانمرګي برید کې څوارلس سکهان او یو اهل هنود وژل شوی دی.

ایندرپال سینګ له کالونو راهیسې په جلال اباد ښار کې اوسېږي، دی له خپل ورور، خسر او د کورنیو نورو غړو سره د ولسمشر لیدو ته روان و چې ځانمرګي بریدګر په مخابراتو څلورلارې کې په نښه کړل.

ایندر پال ټپي له پیښې ووت، خو د کورنۍ غړو په ګډون یې د قوم مشران په یاده پېښه کې ووژل شول.

په لومړي ځل افغان سیکهان د ځانمرګی برید ښکار کېږي.

سیکهان چې د جلال اباد ښار په مرکزي درمسال کې راټول شوي د خپلو مشرانو جسدونه په اوږو وړي او د حکومت ترڅنګ د ولسمشر غني پر ضد شعارونه ورکړل. دوی د امنیت پر نه تامین نیوکې لري.

دلته د جلال اباد ښار په مرکزي درمسال کې ویر خپور دی، د یک شنبې له ځانمرګي بریده څوارلس تنه وژل شوي سیکهان او یو اهل هنود جسد هم دلته راوړل شوی.

ایندر پال سینګ هم د یکشنبې په ورځ د کورنۍ له غړو او مشرانو سره د ولسمشر لیدو ته روان و، دی په ځانمرګي برید کې ټپي شوی چې د ورور په ګډون یې خسر او نور نږدې خپلوان پکې ووژل شول.

جلال اباد مېشتی سیک، ایندر پال سینګ وايي:« موږ څلور واړه په موټر کې ناست وو، ورور مې، تره مې، خسر مې او کاکا مې شهیدان شول، څلور کوره برباد شول.»

له برید څخه شل ساعته وروسته هېڅ لوړ پوړی چارواکی د افغان سیکهانو غمرازۍ ته نه دی ورغلی، دوی په حکومت نیوکه کوي چې د امنیت په ټینګښت کې یې پاتې راغلی.

جلال اباد مېشتی سیک، سربجت سینګ وايي:«زموږ امنیت نشي ساتلی او که موږ نه غواړي نو موږ دې د دې خاورې نه په زوره اوباسي.»

 د یو تن وژل شوي سیک ورور، رګبیر خوږیاڼیوال زیاتوي:«موږ له والي نه ډېر خپه یوو، موږ یې په قام کې حساب کړي نه یوو، که یې حساب وی، نو تېره ورځ به یې د ولسمشر لیدو ته پرېښي وو.»

پر افغان سیکهانو او اهل هنودو د دې برید ترشاه د استخباراتي کړیو د شتون یاده هم کېږي.

د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی غړی، ذبیح الله زمری په دې اړه وايي:«استخباراتي کړیو د دوی د له منځه وړو په موخه تدابیر نیولي وو، او زموږ هیله دا ده چې نه یوازې په ننګرهار بلکې په ټول افغانستان کې د هندوانو او سیکانو امنیت خوندي شي.»

ننګرهار کې د هند قونسل هم د ټپیانو پوښتنې او د وژل شوي کسانو کورنۍ ته د تسلیت ویلو لپاره د جلال اباد مرکزي درمسال ته ورغلی. پر افغان سیکهانو او اهل هنودو دا برید ننګرهار ته د ولسمشر د سفر په لړ کې کېږي او د محمد اشرف غني د ناستې له ځای سره د برید ځای شاوخوا یو کیلومېټر واټن درلود.
 
د ننګرهار ولایت سیکان او هندوانو د تېرې ورځې برید په پایله کې د وژل شویو مړیو مراسم ترسره کوي، دوی د امنیت له تامین څخه ناخوښ دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه