Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوست او پکتیا ځانګړې کیسې؛ او په دغو ولایتونو کې د جرګو ارزښت

ګلونه کېږي چې د هېواد په سوېل ختیځو سیمو کې ډېر شمېر مسایل په قومي جرګو کې هوارېږي. قومي مشران د جرګو پرېکړې معتبرې ګڼې او کم خلک حاضر دي چې خپل دعوې عدلي او قضايي بنسټونو ته یوسي.

د طلوع نیوز خبریالانو پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې قومي جرګه انځور کړې ده. 

کابو څلوېښت تنه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یوه کلي د امنیت تامین او همداراز د خلکو پر ځمکو د امنیتي پوستو د جوړېدو په تړاو د پکتیا ولایت په دڼدپټان ولسوالۍ کې سره جرګه شوي دي.

ّپه جرګه کې د ډنډ پټان ولسوالۍ ګډون کوونکي مخور.

دا جرګه د ډنډپټان ولسوالۍ په یوې سیمه کې ترسره کېده، خو شېبې وروسته یو شمېر قومي مشران د جرګې د دوام مخنیوی کوي. داسې ښکاري چې د جرګې د ترسره کېدو ځمکه دعواګیره ده او دوه قومونه یې د مالکیت پر سر کلونه اختلاف لري. دوی وېره لري چې جرګه کې به د یادې موضوع په تړاو هم پرېکړه وشي، نو ځکه پر دې ځمکې د جرګې د دوام اجازه نه ورکوي.

په همدې اساس قومي مشران اړ کېږي چې جرګه په بله سیمه کې جوړه کړي.

په جرګه کې یو شمېر ماشومان او تنکي ځوانان هم لیدل کېږي، دوی هم د هغه دود شاهدان دي چې د پخوانیو خلکو ورپاتې دی.

جرګې ته راغلي تنکي ځوانان او ماشومان، بل نسل ته د دغه دود لېږدونکي بلل کېږي.

جرګې تر ډېره په پرانیستې فضا کې ترسره کېږي، کله هم د یوه او کله هم د څو کلیو قومي مشران په کې ګډون کوي.

د پکتیا ولایت ډنډ پټان وسلوالۍ کې قومي مشر، ملک جاهد وايي:«د تاریخ په اوږدو کې زموږ پلرونو او نیکونو کومې فیصلې چې(جرګو کې) کړې دي، تر اوسه هم هغه پرېکړې پاتې دي. دا قومونه لا هم هماغه پرېکړې مني او پلي کوي يې.»

د جرګو پرېکړه د مسایلو په اړه وروستۍ وي او ښکېل لوري نه‎شي کولی چې له پرېکړې سرغړونه وکړي، د جرګو په پرېکړو سرغونکي په سزا سره مخامخ کېږي، خو داسې مسایل هم شته چې په یوې او دوو جرګو کې یې په اړه پرېکړه نه کېږي، ان کلونه وخت نیسي.

همداراز ډنډ پټان ولسوالۍ کې بل قومي مشر، محمد امیر هم د جرګو پرېکړې معتبري ګني. دی وايي:«په پکتیا ولایت کې حکومتي او شرعي پرېکړې دومره اهمیت نه‎لري، څومره چې قومي پرېکړې یې لري.»

د هېواد په سوېل او ختیځ کې ډېر کم کسان حاضرېږي چې خپلې دعوې عدلي او قضايي بنسټونو ته یوسي.

پکتیا کې قومي مشر، خان محمد وايي:«دا جرګې د هغو قومونو ترمنځ چې په خپلو منځونو کې جګړه کوي، سوله راوړي، د وژنو د پای لامل کېږي، په دې جرګو کې د فساد لپاره ځای نشته.»

 د هېواد په لیري پرتو سیمو کې له ډېرو تېرو وختونو راهیسې خلک او دولت‎وال ولسي جرګې د ځواک او همداراز له خلکو سره د اړیکې نښه بولي.

اوس مهال هم یو شمېر لویې حکومتي پرېکړې په جرګو کې کېږي. 

شریک یي کړئ