Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړپوړو چارواکو خدمت کې د پولیسو شتون په اړه اندېښنې

د پولیسو ځواکونو په اړه شمېرې د یادو ځواکونو شمېر ۱۵۷ زره ښیې، خو له ډلې یې یو شمېر د دې پر ځای چې خپلې اصلي دندې ترسره کړي، لوړپوړي چارواکي تري په شخصي چارو کې کار اخلي.

د خیالي سرتېرو ترڅنګ یو شمېر سرتېري د لوړ پوړو چارواکو او نفوذ لروونکو کسانو په خدمت کې دي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي ټینګار کوي دغه سرتېري د خپلو اصلي دندو پر ځای د لوړ پوړو چارواکو او نفوذ لروونکو کسانو په خدمت کې دي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي:«اصلي دنده یې د امنیت تامین دی، خو دا چې په سمه توګه ارزونه نه ده شوې او یا په هرې لارې دا کسان ګمارل شوي دي، دا د قانون خلاف دی. موږ له تېرو دوو میاشتو راهیسي د هغو بیا ګمارنه پيل کړې ده.»

د پولیسو اصلي دنده د امنیت تامین او د قانون ساتنه ده. او له ترهګرۍ سره مبارزه یې هم د دندې یوه برخه جوړوي.

د پارلمان او ولایتي شورا استازي، څارنوالان او نور لوړ پوړي چارواکي او آن نفوذلرونکي کسان دا ځواکونه د ځان د امنیت لپاره ګماري.
  
د بلخ امنیه قومندان، سیدکمال سادات وايي:«په یوه موټر کې ۱۰ ساتونکي له وسلو سره ګرځوي؛ له رنګا رنګ کسانو او وسلو سره چې دا په خپله اندېښنه راپورته کوي.»

یواځې پولیس نه دي چې دغو کسانو ته خدمت کوي، د ملي اردو، او ملي امنیت ځواکونه هم د خپلو اصلي دندو په ځای د نورو په خدمت کې ګمارل شوي دي، وسلې او مهمات هم داشان د دوې په خدمت کې دي.

پخوانی پوځي، عتیق‎الله امرخېل څرګندوي:«دا پولیسو ته لوی ګوزار دی؛ غله د دوی په منځ کې دي، قاتلان د دوی په منځ کې دي، سړي تښتونکي. په تېرو ۱۵ـ۱۶ کلونو کې د نړیوالې ټولنې مرستې هسې لاړې.»

په دې لړ کې په پولیسو او اردو کې د خیالي سرتېرو په شتون هم سخته نیوکه کیږي.
 
د پوځي چاروکارپوه، صالح‎محمد ریګستاني وايي:«خیالي سرتېري چې په نوم یې وسلې او پیسې اخیستل کېږي، ښايي دا وسلې د افغان ځواکونو پر وړاندې وکارول شي؛ په د خلکو پر وړاندې ظلم کې او د دولت کمزوري کولو کې وکارول شي.»

افغانستان ۳۵۲زره امنیتي ځواکونه لري چې له هېواده دفاع وکړي، خو په ځینو مواردو کې د دغو سرتېرو له خیالي والي پرده پورته شوې ده. اوس هم د یوشمېر دغو ځواکونو خدمتي‎والی ستره ستونزه بلل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي ټینګار کوي دغه سرتېري د خپلو اصلي دندو پر ځای د لوړ پوړو چارواکو او نفوذ لروونکو کسانو په خدمت کې دي

شریک یي کړئ