د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اداره وايي چې د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر د تقنیني فرمان ردول به د دغه وزارت پر کار به هېڅ اغېزه ونه کړي، بلکې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیرپه همدغې میاشت کې به پیل شي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې سلاکار وايي چې دغه اداره له فني پلوه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل لپاره چمتو ده او خپل کار د ولسمشر د تقنیني فرمان پر بنسټ پر مخ بیايي.
په پرېښنايي پېژند پاڼو کې چې ټاکل شوې ووېشل شي د ملیت او قوم مالومات به هم په کې ولیکل شي.
د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش اداره له یوه کال راهیسې د دغو پېژندپاڼو د چمتو کولو د څرنګوالي پر تخنیکي برخه کار کوي چې څو مېلیونه تذکرې چاپ او ډېرې پيسې یې لګولې دي.
اوس دا اداره وايي د ولسي جرګې لخوا د ولسمشر د تقنیني فرمان ردول به د دوی د کار د دوام په وړاندې خنډ نهشي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې لوړپوړی سلاکار او ویاند روح الله احمدزي وویل:«موږ خپل کار د هغه قانون پر بنسټ چې په رسمي جریده کې چاپ او موږ ته رسېدلې دوام ورکوو.»
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي تراوسه هم د نفوذ د احوالو د ثبت قانون د څلورمې او شپږمې مادې د تعدیل او لیرې کولو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان پر ردولو ټینګار کوي او دا وروستۍ پرېکړه ګڼي.
د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح په دې اړه وویل:«فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شوی او د ولسمشر په ګډون هېڅ اداره حق نهلري چې هغه پلي کړي.»
خو د دې ستونزې د هواري قانون حل لاره څه کېداي شي؟
د حقوق پوهانو د ټولنې د دارالانشا رییس عین الدین بهادري بیا وايي:«د تقنیني فرمانونو په اړه وروستۍ پرېکړه د ولسي جرګې پرېکړه ده چې تأیید وي او یا یې هم ردوي.»
له دې سره سره د خلکو غوښتنه دا ده چې د برېښنايي پېژندپاڼو په وېشل کې باید سیاسي سیالۍ یوې خوا ته پرېښودل شي.
د کابل یو اوسېدونکی وايي:«د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ستونزې باید ژر تر ژره حل شي.»
ولسي جرګې چې د دوشنبې په ورځ د نفوذو د احوالو د ثبت قانون د څلورمې او شپږمې مادې د تعدیل او لیرې کولو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان په ۸۵ مخالفو او ۴۴ موافقو رایو سره رد کړ، اوس به مشرانو جرګه د دغه فرمان په اړه سلامشوره وکړي او که دا فرمان په مشرانو جرګه کې تایید شي بیا به د دواړو جرګو ګډه کمېټه د دغه فرمان په هکله پرېکړه وکړي.