Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نادعلي عملیات بریالي خو سوکه پر مخ ځي

د هلمند چارواکي وايي په دغه ولایت کې پوځي عملیات ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې نه رسېدو په پار سوکه پرمخ ځي، اخوا د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده او باباجي سیمو کي په عملیاتو بوخت سرتېري وايي ماینونه ډېر خښ کړل شوي او د انجنیرۍ ډلې غړي یې هم کم دي.

افغان امنیتي ځواکونه وايي د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزي د بېرته نیولو لپاره يي د ناعلي او نهرسراج ولسوالیو له لورې عملیات پیل کړي دي .او تر دې دمه يې د یادو ولسوالیو د اړوند سیمو تر څنګ د څلورمې امنیتي حوزې پراخي سیمې تر خپلې ولکې لاندي راویستلي دي.

د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمنوال ګلی خان په دې اړه وویل:«زموږ عملیات په مخ ځي او مخالف وسله‎وال له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې وس نه‎لري. ډېر کمې سیمې پاتې دي چې د مخالفو وسله‎والو له وجوده پاکې شي.»

په دغه عملیاتو افغان او بهرني هوايي ځواکونه هم له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي، خو د عملیاتو لپاره یوازینی خنډ د وسله‎والو طالبانو له لوري په سیمه کې بې‎شمره ځای پرځای شويو ماینونه دي.

د هلمند سیمه‎يیز چارواکي وایي د روانو عملیاتو په لړ کې په ټولو تازه نیول شوو سیمو کي امنیتي پوستې ځای پرځای، او د څلورمې امنیتي حوزې تر نیولو وروسته به یاد عملیات هغه سیمو ته وغځول شي چي د تېرو درېیو کلنو راهیسې د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې دي.

شریک یي کړئ