Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان او عربي اماراتو ترمنځ د افغان سولې بهیر په تړاو هوکړه

پاکستان او عربي متحده اماراتو د افغانستان له سولې او ټیکاو سره د مرستې په پار هوکړه وکړه.

د ابوظبي وليعهد، شیخ محمد بن زید آل نهیان اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې عربي متحده امارات او پاکستان به په ګډه سره د افغانستان د سولې په بهیر کې کار وکړي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت امارت د افغانستان سولې په تړاو د ناستې کوربه وو.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي تېره اوونۍ ویلي وو چې پاکستان افغانستان کې خپلې هڅې سولې ته متمرکز کړي دي، خو د هند تبلیغات کولای شي چې د پاکستان تمرکز له دې موضوع نه بلې خوا ته واړوي.

نوموړي د هند مشران د منفي بیانیو په ورکولو تورن کړ.

شاه محمود قریشي څرګنده کړه چې پاکستان غواړي د کشمیر په ګډون د سیمې مسلې د سولې له لارې حل کړي.

تراوسه لا نه ده روښانه شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دقیقا د هندي چارواکو پر کومې بیانیې نیوکه کړې ده.

د ابوظبي وليعهد اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې عربي متحده امارات او پاکستان به په ګډه سره د افغانستان د سولې په بهیر کې کار وکړي.

شریک یي کړئ