Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان کوټه کې د طالبانو ترمنځ د اوربند پرسر خبرې

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې طالب مشران د پاکستان په کوټه کې نن(چهارشنبې د مرغومې په ۴مه نېټه) د اوربند په تړاو سره سلا مشورې کوي.

دغه سرچینه وايي چې له قطر نه پاکستان ته تللي پلاوي هم په دې خبرو کې ګډون کړی تر څو د هوکړې پایله قطر کې د امریکا له استازو سره شریکه کړي.

له دې سره د سولې له خبرو یوه خبره سرچینه وايي، امریکا له طالبانو غوښتنه کړې، تر هغې چې تاوتریخوالی کم او اوربند اعلان نشي، واشنګټن به له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو نشي.

په همدې حال کې  کابو یوه اوونۍ کېږي چې له قطره د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د اوربند په اړه د دغې ډلې د مشرتابه له غړو سره د لیدلورو د شریکولو په موخه په پاکستان کې دی.

خو سره له دې چې، دغه پلاوی د ملا هبت اله په ګډون د یادې ډلې له مشرتابه غړو سره نن په کوټه کې ګوري، له امریکا سره د هوکړې له لاسلیک سره سم د هغوی پرېکړې د سولې راتلونکې کرښه او اوربند روښانه کوي.

د طالبانو پخوانی قومندان، سیداکبر آغا په دې اړه وايي:«پاکستان ته د طالبانو تللي پلاوي پېښور کې له خلکو سره لیدلي او بیا نورو سیمو ته تللي، ښایې نن ناسته شوې وي او یا هم نه وي شوې، خو په لنډ مهال او عام اوربند به خبرې کیږي، ویل کېږي چې د طالبانو مشر چې کومه پرېکړه وکړي، هغسې کیږي، خو تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.»

په ظاهره امریکا له طالبانو غوښتي چې، له اوربند او د تاوتریخوالو له کمښت پرته، له دغې ډلې سره به د سولې هوکړه لاسلیک نکړي.

آزاد خبریال، سمیع یوسفزی زیاتوي:«د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازی، زلمی خلیلزاد لا هم د طالبانو ځواب په تمه دی، او ویل کېږي، تر هغې چې طالبان اوربند او یا هم تاوتریخوالیو کې کموالی رانه ولي، ښایې له طالبانو سره کومه هوکړه لاسلیک نکړي.»

دلته په کابل کې هم افغان حکومت هڅې کوي څو د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره یو پلاوی جوړ کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده، ناجیه انوري څرګندوي:«د افغانستان دولت د مشورې اصل د مذاکره کوونکي پلاوي د جوړېدو د مهم فکتور په توګه په پام کې لري، ټاکل شوی پلاوی به ټول شموله وي او له ټولو خواوو په کې غړي شته، تر څو له افغانانو استازیتوب وکولی شي.»

تر دې مخکې د افغان حکومت یوه چارواکي ویلي چې، له امریکا سره د طالبانو د هوکړې لاسلیک او د تاوتریخوالي کمول په دې مانا دي چې، دغه ډله به تر هغې وروسته، په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي، لویې لارې به نه بندوي او همداراز به د لویو ښارونو په څنډو او غیرپوځي سیمو کې جګړې نه کوي.

سرچینه وايي چې له قطر نه پاکستان ته تللي پلاوي هم په دې خبرو کې ګډون کړی تر څو د هوکړې پایله قطر کې د امریکا له استازو سره شریکه کړي.

شریک یي کړئ