Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: د افغانانو ترمنځ مذاکره به امریکې سره تر مذاکرې ساده وي

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي «نن ټکي اسیا» رسنۍ ته ویلي چې د افغانانو ترمنځ مذاکره به له امریکا سره د طالبانو تر مذاکرې ډېره ساده وي. 

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې د افغانانو تر منځ خبرې تر راتلونکو دوو ورځو پیل شي؛ د طالبانو په باور دغه خبرې اترې به له امریکا سره د خبرو په پرتله، اسانه وي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي لوړپوړی غړی امیر خان متقي په دې اړه وايي:«له افغانانو سره تر دې په ښه طریقه سره نتیجې ته رسېدلی شوو، خو البته له هغو افغانانو سره چې د افغانانو ګټې په نظر کې ونیسي. هغوی د بهرنیانو ګټې په نظر کې ونه نیسي.»

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته، اوس د افغانانو تر منځ د خبرو پر وړاندې د شته خنډونو لیرې کول یو له مهمو پړاونو شمېرل کېږي.

د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کېدل، د طالبانو یو له مهمو غوښتنو دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی انس حقاني وویل:«نن دوی د سولې مخالفت شروع کړ، د بندیانو مسله یې راپورته کړه، نو افغان ولس باید په خپله قضاوت وکړي، ګوته زه باید چا ته ونه نیسم او دوی باید موږ ته ګوته ونه نیسي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ نه چمتو کېږي چې، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړښت په اړه آن لومړني مالومات ورکړي.

 خو اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم بیا په دې اړه داسې وايي:«تراوسه د ارګ او سپیدار ترمنځ د مرکچي پلاوي د ترکیب په اړه هېڅ مشوره نه ده شوې.»

د طالبانو پوځي  قومندانان چې له افغانستانه قطر ته تللي د جګړې له سختیو یادونه کوي او یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو په برخه کې خوښ برېښي.  

د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پوځي مسوول ملا سلیمان بهیر څرګنده کړه:«الحمدالله په دې فیصله خوشحاله یوو، له دې فیصلې څخه باید زموږ مقابل جانب دښمن هم استفاده وکړي.»

له دې ټولو سره سره، د طالبانو له لوري د ښځو او د بیان آزادیو په ګډون د ځینو ازادیو منل کېدل، له یادې ډلې له مهمو غوښتنو شمېرل کېږي.   

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل:«د ځوانانو دا بارو چې کوم بدلونونه په ټولنه کې راغلي دي، دې ته د ذهنیت پرانیستل، د بیان ازادۍ سره د خلکو له راټولېدا سره، له سیاسي فعالیتونه سره او له نیوکو سره طالبان داسې یو خشن برخورد ونه کړي چې خدای مه کړه چې د هغه په وړاندې د افغان ځوانانو او ولس کرکه راپورته شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نظر محمد مطمین هم وايي:«د طالب د جګړې سنګر هم په ولس کې و، د حکومت د جګړې سنګر هم، د امریکا بمبار هم په ولس باندې وو، ښه دا دی چې طالب، افغان حکومت دا ټول د ولس هغه غوښتنې چې دغه جګړه په کې ختمېدلای شي توجه وکړي.»

له بل لوري، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یکشنبې په ورځ د افغانستان له ځینو قاضیانو سره د عدالت او سولې په اړه هم خبرې کړې دي.

په داسې حال کې چې طالبانو د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره د خپلو ۵ زره طالب بندیانو خوشې کېدل یو شرط بولي؛ خو ولسمشر غني ویلي چې، د دغو بندیانو خوشې کول، یوې رڼې او عملي کړنلارې ته اړتیا لري.

د امریکا او طالبانو د سولې خپل منځي هوکړه لیک پربنسټ، ټاکل شوې چې د افغانانو ترمنځ تر راتلوونکو دوه ورځو (د کب ۲۰مه) پیل شي.

شریک یي کړئ