ولسمشر اشرف غني او د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز د ایران پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو د اغیزې په اړه خبرې وکړې.
پر ایران د امریکا د بندېزونو د لګیدو په بیا پیل سره د افغانستان ګټو ته د زیان رسیدو په رابطه اندیښنې زیاتې شوې دي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشرغني او اغلې ویلز په دې اړه خبرې کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کابل او واشنګتن د چابهار بندر په اړه خبرې کړي چې ډېر ژر به د دغو خبرو پایلې له خلکو سره شریک شي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان سوداګر له امریکا غواړي چې پر ایران د بندېزونو د لګیدو په برخه کې افغانان په استثنا کې راولي.
په همدې حال کې نن پر ایران د امریکا د بندیزونو دویم پړاو پیلېږي.
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي، دا پر ایران تر ټولو سخت بندېزونه دي چې د امریکا لخوا لګول کېږي.
بل لوري ته ایراني چارواکي وایي، د امریکا له بندېزونو وېره نلري او د دغو بندېزنو په وړاندې به ودرېږي.
د امریکا په دویم پړاو بندېزونو کې په نړیوالو بانکونو کې د ایران د شتمنیو کنګل کیدل، د ایران د کښتو د لیکو بندېدل او صفر ته د ایران د نفتو د صادراتو رسول شامل دي.