په سمنګان ولایت کې نن(شنبې د چنګاښ۱۶مه) د کابل - بلخ لویه لار د تګ راتګ پر مخ د درېیو ساعتونو لپاره تړلې وه.
د سمنګانو ولایت په ایبک ښار د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان، نظام الدین قیصاري نیول کېدو په غبرګون کې لاریون کړی او د اعتراضونو په دوام یې د کابل ـ بلخ لاره د تګ راتګ پر مخ وتړله.
په سیمه کې شاهدان وویل چې لاره سهار کاب ۸:۳۰ د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه او د سرک دواړو غاړو ته موټر ولاړ وو.
دسمنګان ولایت د والي ویاند، محمدصدیق عزیزي هم د لارې تړل کېدل تائید کړل او زیاته یې کړه چې د پرانیستل کېدو په موخه یې هڅې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اقینې ـ جوزجان بندر د درېیو ورځو راپه دېخوا د معترضانو لخوا د تګ راتګ لپاره تړل شوی دی.