د زابل ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۸ طالب وسلهوال وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د زابل والي ویاند، اسلام سیال وايي چې یاد شمېر وسلهوال د دې ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې مرګژوبله اوښتې ده.
د زابل والي ویاند اسلام سیال وایي، په دغو نښتو کې ۸ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو په اړه د زابل ولایت چارواکو نور جزئیات نه دي ورکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.