د سرپل ولایتي چارواکو نن(چهارشنبه د غبرګولي۱۶مه) وایي درېیو کسانو د دغه ولایت د سنچارک ولسوالۍ په تکزار کلي کې پر یوه ۱۲ کلن ماشوم جنسي تېری کړی او بیا یې هغه په ډېر وحشیانه ډول وژلی دی.
د سرپل والي ویاند، ذبیج الله اماني وایي، جنسي تېري کوونکو د ماشوم پر جسد تېزاب پاشلي دي.
ښاغلی اماني وایي، د دغه ماشوم نوم عبدالبشیر دی او د درېیم ټولګي زده کوونکی وه.
د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند، وارث وهاج وایي، د دغې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د دغې پېښې انګیزه یې شخصي دښمني ښودلې ده.